1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لودين: د طالبانو ترځينو جرمنو ورتيريږو

۱۳۹۱ آذر ۲۱, سه‌شنبه

د افغانستان د سولي عالي شورا وایي چي د هيواد د ملي ګټو د خونديتوب او د سولي د راتلو له پاره اړ دي چي د زور پالو پر یو شمیر کړنو سترګي پټي کړي.

https://p.dw.com/p/16zfR
انځور: AP

دا په داسي حال کي ده چي افغان طالبانو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲کال د دسمبر۱۱) اعلان کړی دئ، چي د افغانستان په اړه به د پاريس په جوړيدونکي کنفرانس کي گډون وکړي.

د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد دغه راز ويلي دي، چي له افغان حکومت سره به د سولي خبري اتري ونه کړي.

ذبيح الله مجاهد ويلي دي، چي د پاريس په کنفرانس کي چي په پلان کي دی په روانه مياشت کي به جوړ سي د طالبانو دوه تنه استازي به پکښې گډون وکړي. د هغه په خبره له دې گډون څخه ئې موخه نړيوالو ته خپل دريځ رواښنه کول دي.

بله خوا د افغانستان د سولي د عالي شورا لوړپوړي چارواکي دين محمد ويلي دي، چي د پاريس په کنفرانس کي به د دوی استازي له طالبانو سره گوري.

د فرانسي د ديپلوماتي سرچينو له خوا ويل سوي دي، چي په دغه کنفرانس کي به يوازي «تر ۲۰۲۰ عيسوي کاله پوري د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو تر منځ بحث وسي.»

طالبان په رسمي توگه له افغان حکومت سره د هرډول خبرو څخه انکار کوي، او وايي چي دا د امریکا لاسپوڅی حکومت دئ.

په همدې حال کې ټاکل سوې ده چي د افغانستان د حکومت یو پلاوی ترکیي ته ولاړ سي تر څو د پاکستان، افغانستان او ترکیي تر منځ د سیمه يیزو همکاریو په یوه درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي.

د سولي عالي شورا وايي، چي دوی اړ دي چي د یوه جوړجاړي د رامنځته کیدو له پاره د مخالفینو پر يوشمېر ترسره کړیو کړنو سترګي پټي کړي. د دغي شورا غړی عطالله لودین وايي:

«اوسنی حالت د دې ایجاب کوي، چې موږ باید پر څه شيانو باندي سترگي پټي کړو.»

په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ پخوانی غړی سید طیب آغا وایي، چي د هيواد د ښې راتلونکي له پاره یو سیاسي جوړجاړی اړین دئ. د هغه په خبره د دغي هوکړي له پاره یوې بين الافغاني غونډي ته اړتیا ده:

«ښه خبره دا ده چي د افغانستان مظلوم ملت ته وکتل شي او ټول سره کښېني، طالبان تر اوسه قانع نه دي، چي له افغان دولت سره مخامخ خبري وکړي، ځکه هغوی وايي که دا کار وکړو نو بیا دا مانا لري چې افغان دولت په رسمیت پيژني او بیا نړیوال مخ ور اړوي چې له یوه په رسمیت پیژندل شوي حکومت سره مخالفت په کار نه دئ.»

افغان حکومت وايي، چي یو شمیر بهرني لاسونه د افغان دولت او افغاني طالبانو تر منځ د سیاسي توافق د رامنځته کیدو په مخکې خنډونه جوړوي. د افغانستان د ولسمشرۍ د ویندوی دفتر مرستیال سیامک هیروي نن د تلیفون پر ليکه دویچه ویله ته وویل چې طالبان باید د بهرنیو له اسارته ځانونه خلاص کړي او خبرو ته را واړندي شي:

«موږ فکر کوو چي دا غوره ده چي افغانی طالبان له یوه غښتلي هوډ سره له افغان دولت سره خبرو ته کښېني او ځان د پردیو له کړیو خلاص کړي.» د طالبانو او افغان دولت تر منځ له څو کلونو راهیسي د یوه احتمالي جوړجاړي د رامنځته کیدو له پاره هڅي رواني دي. خو تر اوسه پوري په دغه برخه کي کوم کارنده پرمختګ نه دی سوی.

ميرويس جلالزی/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب