لودين: له فساد سره د مبارزې بايد يوه اداره وي
۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سهشنبهدمګړۍ په ملک کي دننه له اداري فساد سره د مبارزې له پاره شاوخواه اته بېلا بېلي ادارې جوړي سوي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي ادارې مشر عزيز الله لودين وايي که د دوی ادارې ته ورته موازي جوړښتونه له منځه ولاړ نه شي نه به دوی سم کار وکړای شي او نه به هم د هغوی هڅي ګټوري پايلي ولري.
لودين دغه غوښتنه په داسي حال کي له ولسمشرکرزي څخه کړې ده چي وايي تر اوسه لا هم د کابينې د ځينو هغو وزيرانو چي په ميليونونو ډالره اختلاس ئې کړی دئ د ده پر مېز پرتې دي.
اوس يوازي افغانان نه، بلکي بهرنيان هم د خپلو هغو ميلياردونو ډالرو د اختلاس په اړه انديښمن دي چي په تيرو څو کلونو کي ئې له افغانستان سره مرسته کړي دي.
لودين وايي له فساد سره د مبارزې له پاره د څو ادارو رامنځ ته کيدلو دغه بهير ګډوډ کړی دئ.
«زه نه پوهيږم، دلته ئې له فساد سره د مبارزې له پاره بهرنيان ګمارلي دي چا ته لس زره چا ته شل زره ډالره معاش ورکول کيږی، زه نه پوهيږم چي د هغوی کار څه شی دئ، زموږ سره دومره د فساد دوسيې پرتې دي چي که ئې زه تاسو ته نومونه واخلم نو اوښکي به مو توی شي، که چيرته له فساد سره د مبارزې په برخه کي نورې ادارې و نه تړل سي زموږ کار به نتيجه و نه لري.»
په داسي حال کي چي د اداري فساد سره د مبارزي اداري مشر له ولسمشره څخه د موازي جوړښتونو د له منځه وړلو غوښتنه کوي، خلک بيا له دغي ادارې څخه غواړي چي د هغو مفسدو کسانو نومونه روښانه کړي چي د حکومت پر ګدۍ ناست دي.
د ولسي جرګې غړی محمد عبدو وايي که مفسد چارواکي محکمو ته ور وپېژندل شي او ورته سخته سزا ورکړل شي د حکومت نور مامورين به فساد ته زړه ښه نه کړي.
«يو فاسد کس چي له سره تر پايه په فساد ککړ وي، هغه حکومت له فساد سره د مبارزې په اداره کي وګماري، هغه په خپله پوهيږي چي هره بد بختي چي وکړي څوک نسته چي څه ورته ووايي».
اداري فساد اوس د افغانستان حيثيت ته سخت تاوان رسولی دئ او دغه هيواد اوس په نړيواله کچه د فاسدو هيوادونو په کتار کي ترصوماليا وروسته دوهم ځای لري.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل