1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لودين: له مرگ او زندان څخه نه بيريږم

۱۳۹۱ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

«زه په زغرده د مفسدو چارواکو نومونه اخلم، د خپلي دندي پروا هم نه لرم او نه هم د مرگ او زندان څخه بیریږم».

https://p.dw.com/p/14lAj
انځور: picture-alliance/dpa

د افغان حکومت د کابینې یو برحال وزیر په رسمي توګه په دې تورن شوی دئ چي په ميلیونونو ډالره ئې اختلاس کړی دئ.

اداري فساد هغه مسئله ده چي د افغان دولت نړیوال اعتبار ته ئې سخت زیان رسولی او د دغه ملک بقا ئې له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

افغانستان ته تیرکال د نړۍ په کچه د مفسدو هیوادونو په کتار کي تر صومالیا وروسته دوهم ځای ورکړل شوی وو.

د افغانستان د اوبو او برېښنا پر وزير محمد اسماعيل خان باندي تور دئ، چي د شاوخوا اویا ميلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ئې حکومتي مځکه لاندي کړې ده.

له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي ادارې مشر غزيزالله لودين وايي، چي نور به د ټولو هغه لوړ پوړو چارواکو نومونه روښانه کړي چي په فساد کي شکېل دي.

د لودین په وینا د اسماعیل خان د اختلاس دوسیه ئې لوی څارنوالۍ ته سپارلې ده او اوس د څارنوالۍ اجراتو ته په تمه دئ:

«همدې اسماعیل خان له خپل حکومتي واک څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده او د اویا ميلیونو ډالرو په ارزښت یوه مځکه ئې په هرات کي لاندي کړې ده چي د حکومت ملکیت ده، زه په زغرده د مفسدو چارواکو نومونه اخلم، د خپلي دندي پروا هم نه لرم او له مړیني او زندان څخه هم نه بیریږم».

دا لومړی ځل دئ چي په مالي فساد کي د اسماعیل خان نوم د یوه حکومتي چارواکي له لوري اخیستل کیږي.

له اداري فساد سره د مبارزې رئیس عزیزالله لودین وایې چي د کابینې ګڼ شمېر وزیران، والیان، امنیه قوماندانان او ښاروالان په مالي فساد کي ډوب دي او دوی ئې په اړه د شواهدو په را ټولولو بوخت دي:

«یو شمېر والیان، یو شمېر وزیران او نور چارواکي هم شته چي په فساد تورن دي، او موږ اوس د هغو په اړه د معلوماتو په را ټولولو بوخت یو چي له مخي یې دوی څارنوالۍ ته ور وپیژنو».

د اوبو او بریښنا وزیر تر اوسه پوري په دې اړه خپل رسمي دریځ نه دی روښانه کړی.

یو شمیر نړیوالو بنسټونو له هغه وروسته تیر کال له افغانستان سره خپلي مالې مرستي وځنډولې چي یو لوی خصوصي بانک د مالي فساد له کبله ډیوالي شو.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل