1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لومړي مهاجر له ترکيې هالند ته ولېږدول سول

۱۳۹۵ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د تړون له مخي لومړي مهاجر له ترکيې هالنډ ته ورسېدل. دا د هغه وروسته چي له يونان څخه لومړي مهاجر ترکيې ته ولېږدول سول. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1IPZX
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann

له ترکيې څخه و هالنډ ته د پناه غوښتونکو لومړۍ ډله ورسېده. دا خبر د هالند د عدلي چارو د وزارت وياندې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۵مه نېټه) په دنهاګ کي ورکړ. د هالنډ له لوري له ترکيې څخه د پناه غوښتونکو منل کېدل په د هغه تړون يوه پايله ده، چي د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د پناه غوښتونکو پر موضوع لاسليک سوی دی.

د اروپايي اتحاديې او د ترکيې تر منځ د دغه تړون له مخي به هغه پناه غوښتونکي له يونان څخه بېرته ترکيې ته لېږدول کيږي چي له ترکيې څخه و يونان ته تللي وي خو هلته يې پناه غوښتنه رده سوې وي او يا هغوی له سره د پناه غوښتنه نه وي کړې.

د ياد تړون له مخي به چي ترکيه هر څومره پناه غوښتونکي له يونان څخه بېرته ومني، په هغه شمېر پناه غوښتونکي به اروپايي اتحاديه له ترکيې څخه په رسمي توګه مني. و هالنډ ته د سه شنبې په ورځ رسېدلي ۳۱ پناه غوښتونکي ټول سوريايان دي.

و هالنډ ته له ترکيې د مهاجرو تر رسېدو يوه ورځ مخکي ۳۲ سوريايان آلمان ته او ۱۱ نور فنلند ته رسېدلي ول. یاد پناه غوښتونکي هم له ترکيې څخه و آلمان او فنلند ته رسول سوي ول.

خو د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د پناه غوښتونکو پر موضوع ياد ځانګړی تړون صرف تر ۷۲۰۰۰ پناه غوښتونکو پوري محدود دی.

کوم پناه غوښتونکي چي هالند ته رسېدلي، هغوی د ترکي چارواکو او د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا انتخاب سوي ول. د هغه وروسته د هغوی دوسيې په ترکيه کي لا د هالندي چارواکو له خوا کتل سوي او ارزيابي سوي وې. د هالند د عدلي چارو د وزارت په وينا يادي ارزونې ښودلې وه چي دغه سوريايان د پناه ترلاسه کولو حق لري.