1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لومړۍ نيمه پايلوبه به د آلمان او برازيل تر منځ وي

توماس کلاين / عبدالباري حکيم۱۳۹۳ تیر ۱۴, شنبه

آلمان په يو پر څلورمه پايلوبه کي فرانسې ته ماته ورکړه او برازیل دوه د یو په مقابل کې کولمبيا ته ماته ورکړه. په نيمه پايلوبه کي به اوس آلمان د برازيل په مقابل کي وي.

https://p.dw.com/p/1CWFU
انځور: picture-alliance/AP

په برازیل کي د فوتبال نړیوالې لوبې خپل حساس او برخه لیک ټاکونکي پړاو په درشل کې دي. کوربه هیواد د جام د گټلو په فکر کې دی. د هغه ملي لوبډلې په دې سیالیو کې خپله پیاوړتیا ښکاره کړه. د جمعې په ماښام (د جولای ۴مه نېټه) هغې د کولمبیا سره لوبه دوه د یو گول په مقابل کي وگټله. د لوبي په ۷ مه دقیقه کي برازیلی لوبغاړی، تیگو زیلویا خپل لومړی گول وواهه او په دې ډول یې د لوبې د بهیر مخکښتوب په خپل لاس کې ونیو.

د لوبې په دوهم پړاو کې کولمبیایي لوب ډلې هڅه کوله چي برازیل ته د لومړي گول ځواب ورکړي، نه یواځي چی دغه هدف ته ونه رسیده، بلکه د لوبي په ۶۹ دقیقه کي برازیلي لوبغاړي، دیوید لویز له لیري واټن څخه یو حیرانونکی گول وواهه. له دې سره کولبمیایي لوبډله نوره ولمسول شوه او خپلې هڅې په وروستیو شیبو کي تُندي کړې. د دې هڅو په نتیجه کي د لوبې په ۸۰ دقیقه کې جیمز رود ریگوز د یو پینالتي گول په وهلو سره بریالی شو. که څه هم برازیلۍ لوبډله چې هیوادوال یې « سیلیکوا» بولي د لوبې د پای شیبو کي له خطر سره مخامخه وه، خو کولمبیایي تیم ونه توانید چې کوم بل گول ووهي. په دې ډول برازیل نیمه پایلوبې ته بریالی شو او د سه شنبه په ورځ به له آلمان سره چې فرانسې ته په څلورم فاینل کې ماته ورکړه، لوبه وکړي.

Fußball WM 2014 Deutschland Frankreich Viertelfinale
انځور: Reuters

د آلمان د لوبډلې کيپتان، فیلیب لام وویل: « نن یوه اسانه ورځ نه وه. تودوښې ډیر زیاته وه، د لمر وړانگې ډیري تندي وې. خو د هوا د ډیري سختي تودوښې سره سره، زمونږ تیم په دې لوبه کي بریالی شو. دا چې لوبه څرنگه تیریږي، هسې به تیریږي، خو مهمه خبره په لوبه کي بریالیتوب دی. زمونږ قصد خو دا ؤ چي دوه گوله ووهو، خو بخت زموږ سره یاري ونه کړه. خو په هر صورت مونږ خپله پیاوړتیا ښکاره کړه او دا دی اوس نیمه پایلوبې ته ووتو.»

د فرانسې په مقابل کې د آلمان د تیم لپاره دغه بریالیتوب د آلمان د ملي لوبډلې لوبغاړي ماتس هومیلس تر لاسه کړه او هغه هم د لوبې په لومړي سر کې. هومیلس د دغه بریالیتوب په هکله وویل: «دا هغه یو بل خوب ؤ چی په حقیقت بدل شو. په دغو نړیوالو سیالیو کې ستونزې ډیري زیاتي دي. خو سره له دې هم تر اوسه پورې مونږ له هرې لوبې بریالی وتلي یو. خو مخکي پرته لاره لا بشپړه شوې نه ده. مونږ هیله من یو چې په راتلونکو ۱۲ ورځو کي دلته پاتي شو او د سیالۍ په ډگر کي حضور ولرو.»

په نیمه پایلوبه کې اوس کوربه هیواد برازیل له آلمان سره د سیالۍ لپاره تیاری نیسي. خو له کولمبیا سره په لوبه کې د برازیل د فوتبال ستوری، نیمارز چې د روانو سیالیو اتل گڼل کیږي، په دغه لوبه کی به گډون ونه کړي، ځکه هغه له کولمبیا سره په لوبه کي ټپي شوی دی.