1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لونگ: کوماندو ځواکونه په يوازي سر عمليات کولای سي

۱۳۹۰ مهر ۵, سه‌شنبه

د افغان پوځ د کوماندو د لوا مشر وايي، کوماندو يوازنی هغه ځواک دی، چي په يوازي سر عمليات کولای سي. جنرال دادان لونګ وايي، افغان کوماندويان په ښه توګه روزل سوي او په دې ورستيو کي يي په يو شمير سيمو کي عمليات هم تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/12gy9
افغان کوماندو ځواک
افغان کوماندو ځواکانځور: DW

د نورستان د وانټ وايګل ولسوالۍ هغه سيمه ده چي دغو کوماندويانو پکي تيره اونۍ د ناټو ځواکونو له همکارۍ پرته عمليات وکړل او دغه ولسوالي يي له زور پالو ولکه کړه.

جنرال دادان لونګ دا هم وويل، چي د دوی ځيني کنډکونه د ډيورنډ د کرښي دغي غاړي ته په سرحدي سيمو کي ځای پرځای دي او د اړتيا په صورت کي کولای سي، چي د پولي هغي غاړي ته ور واوړي او هر رازعمليات تر سره کړي.

« کماندو دا وړتيا لري، که اجازه ورکړل سي کوماندوګان نخبه ځواکونه دي، ښه روزنه ورکړل سوې، له حالاتو سره سم بلد دي او په پرمختللو تجهيزاتو هم سمبال دي، نو هغوی کولای سي، چي په هر راز شرايطو کي عمليات وکړي که هغه د افغانستان په دننه او يا د ګاونډي پاکستان په خاوره کي وي».

د افغان کومانډو ځواکونو د مشر دغه څرګندوني په داسي محال خپريږي چي په تيره يوه اونۍ کي د پاکستان له خاوري يوځل بيا د افغانستان پر يو شمير سيمو د توغنديو بريدونه پيل سوي دي.

د دغو بريدونو د دريدو په خاطر تيره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړ او هغه ته يي اخطار ورکړ چي که دا بريدونه بند نه سي نو کابل به په متقابل عمل لاس پوري کړي.

د ولسي جرګي غړي ميربت خان  منګل وايي چي نړيوال بايد د پاکستان مخه ونيسي او که يي مخه و نه نيول سي نه يوازي دا چي افغانستان ته به يي زيان ورسيږي، بلکي امريکي او ټولي نړۍ ته به يې زيانونه متوجه سي.

په ورته وخت کي د افغانستان د کومانډو لوا قوماندان جنرال لونګ هم د پاکستان په خاوره کي د ترهګرو د پټن ځايونو له شتون څخه خبره کوي او وايي، که يي ځواکونو ته امر وسي نو چمتو دي چي د ډيورنډ پوري غاړي ته ور واوړي او دښمن وځپي.

« د ترهګرو دا تعليمي مرکزونه چيري دي، چيري اکمالريږي او څنګه را استول کيږي، پاکستان هم هدف لري چي زموږ شمال شرق سيمي نا امنه کړي».

د پاکستان او افغانستان تر منځ ديپلوماتيکي اړيکي په تيرو څو مياشتو کي ډيري خرابي سوي دي.

په دغو اړيکو کي هغه مهال لوي درز رامنځ ته سو چي درې مياشتي دمخه د پاکستان ځواکونو د افغانستان په کونړ او نورستان ولايت د توپونو او هاوانونو بريدونه پيل  کړل.

په دغو حملو کي په لسګونو افغانان وژل سوي او په زرهاوو نور د خپلو کورونو پريښودوته اړ سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل