1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«لويه ستونزه» - تر ۱۰۰ زرو زيات د کانکور ناکامان

خليل الرحمن اُميد / کابل۱۳۹۴ فروردین ۱۰, دوشنبه

د کانکور په امتحان کې تر سلو زرو ډیرو ناکامانو د‌ افغانستان لپاره سرخوږی جوړ کړی دی. په سږنۍ کانکور آزموینه کې تر سل زره د ډېرو محصلینو ناکامېدلو ګڼې نیوکې را پورته کړې.

https://p.dw.com/p/1EzW9
انځور: DW/Wafa

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چي د کمې بودیجې له کبله یې ونه شو کړای چې تر دې زیات محصلین جزب کړي. د افغانستان په سږني کانکور آزموینه کې ۲۱۹ زره کسانو ګډون کړی و چې له ډلې یې یوازې ۵۴ زره کسان پوهنتونونو ته بریالي شوي، ۵۰ زره نیمه لوړو زده کړو او موسسو ته او نور ناکام شوي ول.

ډېری له ناکامو شویو زده کوونکو څخه توان نه لري چې د لوړو زده کړو په شخصي موسسو کې تحصیل ته دوام ورکړي. د بعضو افغانانو په آند همدا لامل کیږي چې هغوی یا کډوالۍ او یا هم درنو کارونو ته مخه کړي.

د وسله والو مخاليفينو کرښو ته

د افغانستان یو شمېر سناتوران وايي دغه کسان چې ناکامه کیږي ډېری یې د وسله والو مخالفینو کرښو ته ځي او د افغانستان له پاره ستونزې جوړوي. د لوړو زده کړو وزارت وايي‌ هر کال لسګونه زره نوي زده کوونکي له ۱۲مي ټولګۍ څخه فارغیږي او په کانکور آزموینه کې ګډون کوي. د دغه وزارت په وينا خو له دې کبله چې د لوړو زده کړو وزارت د دغو کسانو د جزب توان نه لري نو همداسې پاته کیږي.

اوس مهال د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ته له ټولې ملي بودیجې څخه ۴ سلنه ځانګړې شوې ده. د لوړو زدکړو وزارت سرپرست محمد عثمان بابري د یک شنبې په ورځ (د ۲۰۰۱۵م د مارچ ۲۹مه) سنا ته په ځواب کې وویل چې تر کیفیت کمیت ته ډېر پام کيږي.

بابري زياته کړه:« موږ چې کله په کانکور کې د ناکامو شویو شمېرې له نورو هیوادونو سره پرلته کوو ډېر ټکان ورکوونکې نه دي، یانې ښې شمېرې دي، خو فکر کوم موږ د کیفیت پر ځای تر دېره کمیت ته پام کړی.»

د علمي سکتور «ټیټ کیفیت»

له بل اړخه افغانستان د علمي کدرونو له لویې تشې سره لاس او ګریوان دی. هر کال زرګونه کسان د درملنې په موخه نورو هیوادونو ته ځي، حکومت بهرنیو انجینرانو ته لوړ معاشونه ورکوي، او په بېلابېلو برخو کې د متخصصینو نه شتون لامل شوی چې حکومت په وزارتونو کې هم بهرني مشاورین وګوماري. د لوړو زده کړو وزارت وايي هغه کم شمېر کسان چې بهر ته د ماسټرۍ او دوکتورا له پاره ځي نه شي کولی د افغانستان رنځ ته دوا شي.

بابري وايي د دې له‌ پاره چې موږ ښه متخصص کدرونه ولرو نو اړتیا ده چې دولت د لوړو زده کړو وزارت ته پوره بودیجه ځانګړې کړي. هغه وویل: « زه فکر کوم که لوړې زده کړې جوړې نه شي افغانستان نه جوړیږي، شل، پنځوس یا زر تنه چې له هغوی څخه هم نیمايي بیرته هیواد ته نه راځي. نو د هیواد نور بچیان هم اړتیا لري چې لوړې زده کړې ولري. دولت باید خپل مکلفیتونه تر سره کړي.»

اوس مهال افغان پوهنتونونه په محدودو څانګو کې د ماسټرۍ درجې لري، او نورو ټولو محصلینو ته یوازینۍ د لوړو زده کړو د دوام لار بهرني بورسونه پاته دي‌ چې هغه هم ډېر کم شمېرل کیږي.

لرې پراته پوهنتونونه

په دې ورځو کې ګڼ شمېر تازه بریالي شوي محصلین د لوړو زده کړو وزارت په دروازه کې سرګردانه کرځي او وايي هغو ولایتونو ته یې ورکړي چې تګ ورته له ګڼو امنیتي ستونزو سره شونی دی.

په دې ډله کسانو کې نجونې ډېرې ستونزې لري او وايي په لرې پرتو ولایتونو کې نه شي کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. خو ورته مهال بیا د لوړو زده کړو وزارت وايي‌ کابل او نورو لویو ښارونو ته د محصلینو تبدیلۍ ګڼې ستونزې زېږولې.

بابري وايي د لرو پرتو ولایتونو پوهنتونه تش پاته دي خو محصلین زړه نه ورته ښه کوي. په داسې حال کې چې په کابل کې د هیڅ محصل له پاره ځای نه دی پاته هغه وایي:« ستونزه دا ده چې په څلورو پوهنتونونو؛ کابل، بلخ، ننګرهار او هرات کې ځای نشته، ټولګي ډګ شوي او د ولاړې له هم ځای نشته، خو د دې په څنګ کې بیا څه شوي، د کندهار پوهنتون تش دی، پکتیا پوهنتون تش دی او ښوونکي یې وايي‌ چې موږ استعفا ورکوو.»

که څه هم په لوړو زده کړو وزارت کې چارواکي وايي‌ چې د تحصلي ماحول کمښت یوه ستونزه ده خو کدرونه هم نشته او د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د افغانستان ګڼ شمېر کدرونه نورو هیوادونه ته کډوال شوي او بیا نه دي راغلي.