1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لويه څارنوالي:د افغانستان د اداري فساد ريښې د باندي دي

۱۳۹۰ خرداد ۱۵, یکشنبه

د افغانستان لوی څارنوال وايي چي د اداري فساد په اړه د لوړ پوړو دولتي چارواکو ۲۵دوسيې په لاس کي لري، خو ددې کسانو د دباندي څخه داسي حمايه کيږي چي عدلي او قضايي ارگانونه د دوسيو برسۍ ته عاجزه دي.

https://p.dw.com/p/11UlJ
د اداري فساد يوه بېلگه
د اداري فساد يوه بېلگهانځور: M&S Fotodesign / Fotolia

د لوی څارنوالۍ وياند وايي چي په دې کسانو کي وزيران، واليان او د حکومت داسي نور کسان شامل دي.

د لوی څارنوالی وياند امان الله ايمان د يکشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، د افغانستان په دولت کي اداري فساد بهرنۍ ريښې لري، ځکه نو دغو جرمنو ته د رسيدو دپاره وخت ته اړتیا ده.

د ايمان په خبره هغه کسان چي په ستر فسادونو کي لاس لري د افغانستان څخه د باندي اوسیږي او افغان حکومت د هغوی په راغوښتلو کي ستونزي لري.

هغه وويل چي په اداري فساد کي ددغو کسانو شکېلتيا افغانستان د يو جدي چلند سره مخ کړی دی.

د څارنوالی وياند وويل چي ددغو کسانو ځني دوسيې دومره ستري ده چي د هر يو دا د ۱۰۰۰ عادي دوسيو سره برابري دي.

تر دې دمخه هم ويل کيدل چي هغه کسان چي په اداري فساد اخته دي سياسي ملاتړ دځان سره لري. خو د لوی څارنوال وياند وايي چي« موږ نه دي ويلي چي په دولت کي دننه ددوی حمايه کيږي، بلکي د هغوی بهرنيو ريښو داسي زمينه مساعده کړې چي موږ و نه سو کولای چي لکه څنگه چي غواړو هغسي رسيدگي ورته وکړي.»

په ټوليزه توگه لوی څارنوالۍ تر د اداري فساد په اړه تر اوسه پوري ۹۲۹ دوسيې بررسي کړي چي د هغې جملې څخه يې ۴۳۰ دوسيې د حکم د صادريدو له پاره قضايي ارگانونو ته لیږلي دي.

په لوی څارنوالي کي فساد

د لوی څارنوالۍ په اړه هم داسي ويل کيږي چي مامورين يې په رشوت اخته دي ښاغلي ايمان وويل چي« لويه څارنوالي د فساد څخه مستثنا نه ده په ځينو برخو کي فساد سته، موږ په دې اړه گامونه پورته کړي دي.»

هغه وويل چي د تيرکال په جريان کي د ۸۰ څخه تر ۹۰ تنه څارنولان د رشوت په تور نيول سوي.

وروسته له هغه چي د لندن په کنفرانس کي نړيواله ټولنه تر هرڅه د مخه په افغانستان کي د اداري فساد په وړاندي د مبارزې غوښتونکې سوه. ولسمشر حامد کرزي وعده وکړه چي هغه دولتي چارواکي چي په فساد کي لاس لري د يوې ځانگړي محکمې لخوا به محاکمه سي.

که څه هم چي د لوی څارنوالۍ ویاند وايي چي دغه محکمه جوړ سوې، خو تراوسه پوري د هغې د فعاليتونو په اړه د رسنيو په اختيار کي څه نه دي ورکړل سوي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل