1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوی درستيز: اوسنی پوځ يوازي د کورنۍ جگړې توان لري

۱۳۹۰ بهمن ۵, چهارشنبه

د افغانستان لوی درستيز وايي چي دوی داسي پوځ ته اړتيا لري چي د ناټو پر معيارونو برابر وي.نوموړی وايي چي دوی ۱۹۵ زرو سرتيرو ته اړتيا لري چي و کولای سي کورنيو او بهرنيو چلينجونو ته جواب ورکړي.

https://p.dw.com/p/13pM1
د ملي پوځ سرتيري
د ملي پوځ سرتيريانځور: AP

شير محمد کريمي وايي چي افغانستان د سيمي پوځي انډول ته په کتو سره يوغښتلي او څو سوه زره کسيز مجهز پوځ ته اړتيا لري. خو له بده مرغه په اوس وخت کي دوی نه شي کولای چي دغسي پوځ ولري.

د افغانستان لوی درستيز شيرمحمد کريمي په کابل کښي د بريتانيا له سفير سره د کتو پر مهال وويل چي افغان پوځ لا ډيرو تجربو ته اړتيا لري چي وکولای سي بهرني گواښونه له منځه يوسي.

کريمي په دې باور دئ چي اوسنی پوځ چي شميره ئې شاوخوا يو سلو او پنځوسو زرو ته رسيږي په ډيره ښه توګه کولای شي چي کورني چلينجونه او جګړې وځپي. خو د بهرنيو ګواښونو د ټکولو له پاره لوی پوځ ته اړتيا ده.

«نړيوالي ټولني منلې ده چي افغانستان ته يو لک او پينځه نوي زره پوځ جوړ کړي، او دا پوځ که زموږ د غوښتنو سره سم سمبال شي نو يو ښه پوځ به ولرو، زموږ پوځ ددې وړتيا لري چي همدا اوس کورنۍ جګړې ته جواب ووايي.»

کريمي دغه راز وويل چي که يې پوځيان د ناټو پر معيارونو سمبال شي نو کولای سي چي د انتقال پروسې تر بشپړيدو وروسته د بهرنيو سرتيرو تشه ډکه کړي، که نه نو امکان لري چي د افغانستان ثبات له نويو چلينجونو سره مخامخ شي.

جنرال کريمي وايي چي افغان پوځيان او پوليس تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ټول هیواد د امنيت ساتلو مسئوليت د پر غاړه اخيستلو له پاره د تياريو په حال کي دئ. خو له بهرنيو مرستو پرته به دا ماموريت ستونزمن وي.

يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چي افغان پوځ يوه ليسز نور هم د نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل