1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوېديځه افريقا: له بوکوحرامه بيره زياته سوې ده

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

ويل کيږي چي د بوکو حرام ضد پوځي عملياتو په نايجيريا کي دغه ډله کمزوره کړې ده. خو دغي ډلې اوس په ګاونډيو هيوادونو کي ترهګري فعاليتونه زيات کړي دي.

https://p.dw.com/p/1H3tM
انځور: Getty Images/AFP/I. Sanogo

په داسي حال کي چي په نايجيريا کي د ترهګري ډلې بوکوحرام د کمزورښت ادعا کيږي، په ګاونډيو هيوادونو کامرون او چاد کي ترهګر بريدونه زیاته سوي دي. داسي اټکل کيږي چي د بوکوحرام ډلي په نايجيريا کي د پوځي عملياتو په ترڅ کي تر فشار لاندي راتلو وروسته اوس ګاونډي هيوادونو ته مخه کړې ده.

ويل کيږي چي تېره جمعه (د نوامبر ۶مه) يو کم سنه هلک هڅه وکړه چي په کامرون کي د مسجد مخي ته ځانمرګی بريد وکړي، خو د دغې پيښي مخه ونيول سوه. په چاد کي بیا ويل کيږي چي دوو کم سنو انجونو ځانمرګي بريدونه وکړل چي په نتيجه کي يې مرګ ژوبله رامنځ ته کړه.

د نایجيريا د ګاونډي هيوادونو چاد او کامرون اوسېدونکي د ترهګرو بريدونه دغه ډول خبرونه تقريبا هره ورځ اوروي. دا په داسي حال کي چي رسنۍ د ټولو بريدونو په تړاو خبرونه نه خپروي. په چاد هيواد کي د ترهګرۍ ضد سخت قوانين هم د دې لامل کيږي چي رسنۍ د اسلامي توندلارو د بريدونو په تړاو خبرونه نه خپروي. د کارپوهانو په آند په دې توګه د دغې ستونزي په تړاو خاموشي اختيار سوې ده.
نايجېر: د سيمي تر ټولو ښکلی هيواد

Flucht über den Tschadsee
انځور: picture-alliance/dpa/Palitza

له نايجيريا څخه تقريبا ۱۵۰ زره انسانان په تيرو کلونو کي د بوکوحرام له بيري ګاونډي هيواد نايجېر ته وتښتېدل. په هالنډ کي د افريقايي چارو کارپوه کلاس فان والراون وايي: «اوس هم ګڼ شمېر نایجيريايان له بوکوحرام څخه په تېښته کي دي.» د دغه کارپوه په وينا د دغې ستونزي يو تر ټولو کړونکی اړخ د مهاجرو بحران دی چي پخپله نايجېر هيواد يې هم تر فشار لاندي راوستلی دی.

خو بوکوحرام اوس په نايجېر کي هم فعالیتونه زيات کړي دي. نايجېر چي ورته د سیمي د تر ټولو ښکلې هيواد په سترګه کتل کيږي د نړۍ په تر ټولو بې وزلو هيوادونو کي شمېرل کيږي. بوکوحرام په دغه هيواد کي د کومادوګو د سيند پر دواړو غاړو په پرتو کليو کي وسله وال بريدونه کړي دي.

کلاس فان والراون وايي چي په ګاونډيو هيوادونو کي د بوکوحرام فعاليتونه تر هغه وروسته زيات سول چي په نايجيريا کي د پوځي عملياتو له کبله مځکه باندي تنګه سوه. د هغه په وينا د دغو عملياتو له کبله د بوکوحرام يوشمېر جنګيالي له نایجيريا څخه و ګاونډيو هيوادونو ته وتښتېدل.

بوکرحرام په لوېديځه افريقا کي جلب کوي

د آلمان د فرايبورګ پوهنتون د پراختيايي چارو کارپوه انډرياس مېهلر هم دا اټکل کوي چي په نايجيريا کي پر بوکوحرام د مځکي تنګېدو له کبله په ګاونډيو هيوادونو کي د دغي ډلي فعاليتونه زيات سوي دي. د مېهلر په وينا بوکو حرام په ټوله لوېديځه افريقا کي ځوانان جلبوي او د خپلو موخو له پاره کار ترې اخلي. د دغه آلماني کارپوه په وينا بې وزلي، بې سرنشوتي او د پوهي نشته والی د دې سبب ګرځي چي ځيني ځوانان د بوکوحرام منګلو ته لويږي او دغه ډله ورڅخه د ځانمرګو په توګه کار اخلي.

مېهلر وايي چي تر زيات وخت پوري دا ادعا کېدله چي په افريقا کي ځانمرګي بريدونه ناممکن دي، ځکه چي ويل کېدل به دا کار د افريقايي کلتور سره سر نه خوري. هغه زياتوي: «خو نوي پيښي ښيي چي په افريقا کي ځانمرګي بريدونه ممکن دي.»

بوکو حرام له څو کالو راهيسي په نايجيريا کي فعاليت کوي، څو یو اسلامي دولت رامنځ ته کړي. په دې ترڅ کي تر ۱۷۰۰۰زيات انسانان وژل سوي او تقريبا ۲،۵ ميليونه نور هجرت ته مجبوره سوي دي.