1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ليبيا د داعش پرضد ملاتړ غواړي

۱۳۹۴ مرداد ۲۶, دوشنبه

د ليبيا په رسميت پېژندل سوي حکومت له لوېديځو هيوادونو د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد مبارزه کي مرسته غوښتې ده. په دغه هيواد کي اوس ورځ تر بلي د داعش پرمختگ زور اخيستی.

https://p.dw.com/p/1GGTa
انځور: picture-alliance/Photoshot/Hamza Turkia

په تيرو څو ورځو کي د ليبيا په سرت ښار کي چي د دغه هيواد د پخواني ديکتاتور معمر قذافي ټاټوبی دی سخته جگړه روانه ده.

د ليبيا قانوني حکومت په يوه اعلاميه کي ويلي دي چي افراطي ډلي اسلامي دولت په دغه ښار کي ډېر بشري حقونه تر پښو لاندي کړي دي.

ويل کيږي چي په سرت ښار کي د وسله والو ډلو او داعش ترمنځ په جگړه کي په تيرو څو ورځو کي زيات انسانان وژل سوي او ټپيان سوي دي.

د يکشنبې په ورځ د سرت ښار اوسېدونکو خبر ورکړ چي افراطي ډلي «اسلامي دولت» په دغه ښار کي څلور وسله وال د ښار په منځ کي په دار وځړول چي نورو وسله والو ته عبرت سي.

ويل کيږي چي دغي افراطي ډلي د هغو کسانو کورونه هم نړولي دي چي د دوی پرضد جنگيږي. په تيرو څو ورځو کي د سلفيانو يوې وسله والي ډلي تلاښ وکړ چي د داعش جنگيالي له دغه ښار وباسي خو بريالي نه سول. ويل کيږي چي په دغه اړو دوړ کي ۷۰ انسانان وژل سوي دي.

افراطي ډلي «اسلامي دولت» د روان کال په فيبرورۍ مياشت کي د دغه ښار ډېر برخي ونيولې. له می مياشتي راهيسي دغه ښار په بشپړه توگه د دغي ډلي په کنترول کي سو.

په ليبيا کي د قذافي تر راپرځولو وروسته دغه هيواد ټوټه ټوټه سوی. د دغه هيواد په طبرق ښار کي د نړيوالو له خوا په رسمت پېژندل سوي حکومت تر څنگ په طرابلس کي يو پارلمان جوړ سوی دئ. په ټول هيواد کي وسله والي ډلي يو د بل پر وړاندي جنگيږي. جنگي ډلي په دغه د تيلو په شتمن هيواد کي د قدرت له خلا گټه اخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب