1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لښکرگاه ته په سونو عسکر لېږل سوي

۱۳۹۵ مهر ۲۰, سه‌شنبه

د افغانستان حکومت د هلمند مرکز لښکرگاه ته په سونو عسکر لېږلي دي، څو له دغه ښاره د وسله والو طالبانو ستر يرغل پرشا وتمبوي. طالبانو پر دغه ښار تيره ورځ په يرغل او ځانمرگي بريد سره ۱۰ پوليس او څلور ملکيان ووژل.

https://p.dw.com/p/2R6XT
Afghanistan Militärisches Aufrüsten nach Talibanangriff in Lashkar Gah
انځور: picture-alliance/Photoshot/Xinhua/A. Aziz Safdari

پر لښکرگاه ښار باندي د دوشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو يرغل، پر دغه ښار باندي د کنترول په موخه وسو. هلمند چي د کوکنارو له اړخه يو غنی ولايت دی، وسله والو طالبانو پکښې د خپل کنترول ساحه نوره هم پراخه کړې ده.

هلمند ته د افغان حکومت ځانگړي استازي جبار قهرمان، فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «په دغه ښار کي تر ۳۰۰ زيات کوماندو ځای پر ځای سوي دي، څو د طالبانو د پرمختگ مخه ونيسي.»

د هلمند د والي وياند عمر ځواک، ويلي دي چي دغه کوماندويي ځواکونه له کابل او نورو گاونډیو ولايتونو څخه لښکرگاه ته لېږل سوي، څو په دغه ښار کي «تصفيوي عمليات» پيل کړي. هغه وويل: «ډېر ژر به امنيتي ځواکونه ټول لښکرگاه ښار له طالبانو پاک کړي.»

وسله والو طالبان چي له تيرو پنځلسو کلونو راهيسي ياغيتوب ته زور ورکړی، په دې وروستيو مياشتو کي خپل يرغلونه پراخ کړي او افغان امنيتي ځواکونه ئې په څو جبهو کي تر فشار لاندي راوستي دي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ د لښکرگاه ښار د امنيتي کمربند پر پوستو ستر يرغل وکړ او د دغه ښار په مختار سیمه کي ئې په يوه موټربم سره لس پوليس او څلور ملکيان ووژل.

د افغانستان د دفاع وزارت يوه وياند محمد رادمنش، ويلي دي چي افغان امنيتي ځواک توانېدلی دئ چي پر لښکرگاه ښار باندي د وسله والو طالبانو يرغل پرشا وتمبوي.

هغه ويلي دي: «موږ اوس په سیمه کي په پوره اندازه ځواک لرو. افغان او د نړيوالو هوايي ځواک زموږ د ځواکونو ملاتړ کوي.»

وسله وال ياغيان په وروستيو مياشتو کي تلاښ کوي چي په شمال کي د کندز او بغلان، په جنوب کي د فراه او هلمند ولايتونه ونيسي، خو افغان امنيتي ځواک تر اوسه توانېدلی چي د هغوی بريدنه بيرته پرشاه کړي.

نور مطالب