1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لښکرگاه: په ځانمرگي بريد کي ۱۱ تنه ووژل سول

۱۳۹۰ مرداد ۹, یکشنبه

په لښکرگاه کي يو ځانمرگي بريد کونکي خپل موټر د هغه ولايت امنيې قوماندانۍ ته څرمه د يوې ودانۍ په دروازه کي هواته الوزولی او گڼه مرگ ژوبله يې اړولې ده.

https://p.dw.com/p/126wT
په بريد کي د پوليسو ويجاړ سوی موټر
په بريد کي د پوليسو ويجاړ سوی موټرانځور: DW

په لومړي سره کي د هلمند ولايت چارواکي وايي چي په دې بريد کي لږتر لږه ۵ تنه پوليس وژل سوي. خو وروسته د وژل سوو شمېره لوړه سوه.

د هغه ولايت وياند دادو احمدي رسنيو ته ويلي چي په بريد کي ۱۱ تنه وژل سوي او ۹ تنه نور ټپيان دي. په وژل سوو کي يو يې ۱۰ کلن ماشوم دی نور ټول پوليس دي.

احمدي ويلي، چي امنيې قومندانۍ ته څيرمه چاودنه هغه مهال تر سره سوه چي د پوليس يو موټر قومندانۍ ته د ننوتلو په حال کي و چي ځانمرگي بريدکونکي خپل موټر ورسره وجنگاوه او ځان يې وچاوه. په پيښي کي د پوليس يو موټر په بشپړه توگه له منځه تللی.

د بلي خوا د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي ددې پيښي پړه په غاړه اخستې او په سيمه کي يې رسنيو ته ويلي چي په دې بريد کي يې ۱۸ تنه پوليس وژلي دي. د هغه په خبره بريد کونکي ددوی يو انډيوال و چي د هغه ولايت د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکی و.

په لښکرگاه کي افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليت تر سپارلو وروسته دا لومړۍ خونړۍ پيښه ده چي را منځ ته کيږي. د هغه ښار امنيتي مسوليت يوه اونۍ مخکي افغانانو ته وسپارل سو.

د هلمند والي گلاب منگل تيره ورځ د دويچه ويله آلمان ږغ راډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کي په هغه ولايت کي د پوره امنيت ډاډ ورکړ او ويې ويل چي افغان امنيتي ځواکونه ددې توان لري چي نه يوازي د لښکر گاه، بلکي د ټول ولايت امنيت په خپله وساتي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمدولي اڅکزی