1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبرال ديموکرات ګوند په اړه په څه شي خبرېدل غواړی

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

دویچه ویله تاسې د یوه کوچنې خو مهم ګوند په هکله معلومات درکوي، چې کیدای شي واک ته په رسیدو کې بریالی شي.

https://p.dw.com/p/2eHUi
Düsseldorf FDP-Chef Christian Lindner nach Landtagswahl
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

لیبرال دموکرات ګوند یا «اف. ډې. پي» د آلمان د ایالتونو په ټاکنو کې د دې هیواد د ډیر نفوس لرونکو په ایالتونو کې بریالی شو او اوس غواړي په برلین کې هم ورته بریالیتوب ترلاسه کړي. په دې لیکنه کې به تاسې د دې ګوند په هکله نور معلومات ترلاسه کړی او کیدای شي دغه ګوند په راتلونکو حکومت کې واک ته په رسیدو کې هم بریالیتوبونو ترلاسه کړي.

داسې هیڅکله هم نه ښکاري چې د انګلا ميرکل محافظه کاران به د روان کال د سپتمبر میاشتې په ټاکنو کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړي. نو له دې امله که چیرته دوی له سوسیال ديموکرات ګوند یا «اس. پې. ډې» سره یو ځل بیا د بل «ستر ائتلاف» رامنځته کیدل ونه غواړي، نو دا امکان شته چې دوی لیبرال ديموکرات ګوند یا «اف. ډې. پې» سره معامله وکړي. په تیرو وختونو کې لیبرالان چې په همدې نوم هم پیژندل کیږي د آلمان د پخوانیو صدراعظمانو لکه کونراد ادینوایر، هیلموت کهول نه نیولې تر انګلا ميرکل پورې د محافظه کارانو د ائتلاف یوه برخه وو.

خو له دې امله چې منځلارې دي لیبرال ديموکراتان له سوسیال ديموکراتانو سره د مرستې او ګډ کار کولو کې کومه ستونزه نه لري. لیبرال ديموکرات ګوند یا «اف. ډې. پې» د سوسیال دموکراتانو د دورې د صدراعظمانو هر یو ویلي براندت او هیلموت شمیدت په دوره کې د حاکم ائتلاف یوه برخه وو. په آلمان کې د ښي اړخو له ګوند سره چې د شرقي کمونیستي آلمان پرمهال د سوسیالیستوانو ځای ناستی وو، د سوسیال دموکراتانو د معاملې په هکله په پراخه کچه مقاومت شتون لري. په دې ترتیب، د مارتین شولڅ ترمشرۍ لاندې «اس. پې. ډې» ګوند له زرغون او له لیبرال ديموکرات ګوند یا «اف. ډې. پې» سره له معاملې پرته بله لار نه لري.

د دې ګوند نرمښت په دې معنی دی چې کیدای شي د دې ګوند ځوان مشر، کریستین لیندر به د آلمان د صدراعظم د دفتر کلي ترلاسه کړي. د لیندر د سیاسي ملګري په توګه، هغه به یا مارټین شولڅ او یا هم انګلا ميرکل د آلمان صدراعظمه و ټاکي.

که چیرته دا دومره مهم ګوند دی، نو ولې مو په دې وروستیو کې د دوی په هکله ډیر څه نه دې اوریدلې؟

لیبرال ديموکرات ګوند د تیرو ۶۴ کلونو راهیسې د آلمان په پارلمان کې خپل استازي درلودل خو په ۲۰۱۳م کال کې دغه ګوند په دې ونه توانید چې ټاکل شوې ۵ سلنه رایې ترلاسه کړي او له دې امله یې د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کې خپلې ټولې چوکۍ له لاسه ورکړې. د دې ګوند کمزوری مشرتابه او تر ډیره د آلمان په عامه اذهانو کې د دې ګوند د قوي سیاستونو پر ځای یوازې د واک درلودلو نظریې دغه ګوند په ټاکنو کې له ماتې سره مخ کړ. د دې ګوند ۳۸ کلن مشر لیندر په دې هڅه کې دی چې د آلمانانو په ذهن کې دغه انځور او نظریه بدله کړي. هغه د خپل ګوند پر سیاسي موقف ټینګار کوي او تر اوسه یې د ممکنه سیاسي ائتلافي ملګري ګوند اعلان هم نه دی کړی.

ښه نو، لیبرال ديموکرات ګوند غواړي څه وکړي؟

آزاد ديموکراتان په خپله له دوو اړخونو لیبرالان دي. دوی د سوداګرۍ په هکله د حکومت پر وړاندې د آزادې سوداګرۍ تګلاره عملي کوي او د آزاد بازار د اقتصادي مودل په هکله کلک هوډ لري. دوی همدا راز لیبرال ديموکراتان دي څوک چې داسې فکر کوي چې حکومت باید د افرادو په ژوند کې د امکان تر حده پورې کمه مداخله وکړي.

د لیبرال ديموکرات ګوند یا «اف. ډې. پې» تګلاره د اپریل په ۳۰ نیټه د دې ګوند په یوه غونډه کې تایید شوه چې پر دوو موضوع ګانو باندې ډیر ټینګار کوي او هغه دیجیتلایزیشن یا بریښنايي کیدل او د تعلم او تربې موضوع ده. لیبرالان همدا راز څه نا څه د آلمان د دیجیتلي بنسټونو د ښه والي او د بریښنايي یا دیجیتل چارو له پاره د یوه ځانګړې نوي وزارت د جوړلو ترڅنګ پر ښوونځیو او پوهنتونونو باندې د لا ډیرې پانګونې ژمنې کوي. خو پوښتنه دا ده چې څوک نه غواړي چټک انټرنټ ولري او نوي مهارتونه زده کړي؟

FDP Bundesparteitag in Berlin
د اف ډي پي گوند ځوان مشرانځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrszenka

دغه څه یوازې هغه موضوع ګانې نه دي چې د عنعنوي لیبرالانو د څیرې او د دې ګوند د تازه تایید شوې تګلارې ترمنځ د نظریې له اړخه تضاد رامنځته کوي. لیبرال دموکراتان د دوه ګوني تابعیت ملاتړي دي خو بیا برعکس «سي. ډي. یو» او «سي. اس. یو» محافظه کاران د دې مخالف دي او غواړي چې د یو مهاجر پر دریم نسل د دې فشار واچوي چې یوازې یو تابعیت وټاکي. لیندنر څو ځله د مهاجرت کړکیچ د مدیریت موضوع له امله پر انګلا ميرکل نیوکې کړي او ویلي یې وو چې خلک په سمه توګه نه ارزول کیږي. دوی همدا راز ژر تر ژر له آلمان څخه د رد شوو مهاجرو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د تیر په هکله خبرې او بحث؟

د لیبرال دیموکرات ګوند تاریخ له ښو بدلونونو څخه ډکه دی. له لسیزو راهیسې، لیبرال ديموکراتان د بیلابیلو حاکمو حکومتونو برخه وو. په ۱۹۸۲م کال کې دغه ګوند هغه مهال چې د دوی وزیرانو د سوسیال ديموکراتانو د صدراعظم شمیت پریښود، نوموړي ګوند د حکومت د حاکم د ټاکلو پر سر ټینګار کاوه. په دې کار سره د محافظه کارانو ګوند کهول ته زمینه برابره شوه چې غښتلی شي. د لیبرال ديموکراتانو د بهرنیو چارو وزیر، هانس دیتریچ ګینشر له کهول سره په ګډه له ۱۹۸۹م کال څخه را وروسته هغه وخت چې د برلین دیوال ونړید، د غربي او شرقي آلمان د یو والي اصلي معماران ول.

Guido Westerwelle, Ex-Außenminister FDP - mit Jürgen W. Möllemann
د گوند پخوانی مشر ويستر ويله (کيڼ اړخ ته)انځور: picture-alliance/dpa/A. Scheidemann

د دې ګوند بریالی سفر هغه وخت له ستونزو سره مخ شو، کله چې د ۱۹۹۸م کال په ټاکنو کې «اس. پې. ډې» او زرغون ګوند د ګیرهارد شرودر تر مشرۍ لاندې ائتلاف وکړ. په دې کار سره، لیبرال دیموکراتانو وروسته له ۲۹ کلونو څخه ځانونه له حکومت څخه بهر احساس کړل. د ګيدو ویسټر ویله او یورګن مولیمن په ګډون د ځوان نسل رهبران په دې هڅه کې شول چې لیبرال دیموکرات ګوند بیرته په پښو ودروي. ویسټر ویله د «بیګ برادر» په نامه په یوه تلویزیونې پروګرام کې راڅرګند شو او د راتلونکو ټاکنو ۱۸ سلنه کسان یې په نښه کړل خو لیبرالان بیا دغه هدف ته په رسیدو کې بریالي نه شول. د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې پر مالي رسوايي سربیره، له الوتکو څخه خیز اچونکي مولیمن بیا وروسته له الوتکې څخه په ځان اچولو سره د فراشوت پړي کش نه کړل، او په دې توګه یې ظاهراً ځان وژنه وکړه.

په ۲۰۰۹م کال کې د ميرکل د لومړي ستر ائتلاف څخه د نارضایتی له امله په ګټه اخیستنې، لیبرال دموکراتانو د ویستروله تر مشرۍ لاندې ۱۴،۶ سلنه رایې ترلاسه کړې او له حکومت سره په نظام کې شریک شول. خو سره له دې هم هرڅه ښه پرمخ نه تلل.

پر ویتسر ویله باندې بیا وروسته هغه مهال چې هغه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وو، ډیرې نیوکې کیدې. نوموړي په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د بي. بي. سي یوه خبریال ته د انګلیسي ژبې پرځای د آلماني ژبې باندې د خبرو لارښوونه وکړه. دا د هغه د دندې په اوږدو کې یو له ډیرو ناهیلې کوونکو پیښو څخه وه. له دوې څخه د خلکو ملاتړ په چټکۍ سره مخ پرکمیدو شو او ترې دې وروسته لیبرالان د پارلمان د محلي ټاکنو څخه هم بهر شول. د فیلیپ روزلر تر مشرۍ لاندې، یاد ګوند وکولای شول چې د آلمان د ۲۰۱۳م کال په ټاکنو  کې یوازې ۴.۸ سلنه رایې ترلاسه کړي. له دې ماتې وروسته، لینډر د یاد ګوندي مشري پرغاړه واخیسته. ویسټرویله په ۲۰۱۶م کال کې د وینې د سرطان یا «لیکیمیا» له امله مړ شو.

نو اوس به د دوی د بریا څومره امکانات وي؟

اوسمهال لیبرال ديموکراتانو ته خپل اصلي کس په لاس ورغلی خو پوښتنه دا ده چې آیا دوی د آلمان خلکو ته کوم پیغام لري او که نه؟ د لینډر په مشرۍ سره د لیبرال دیموکراتانو ګوند مشري د یو داسې چا په لاس کې ده چې له رسنیو سره ښې اړیکې لري او د هغوې د اعتماد وړ کس دی خو دغه ګوند د یوې داسې مهمې موضوع له کمښت سره مخ دی، چې خلک پرې راټول شي. لینډر په یوازې سر وکولای شول چې د روان کال د مې په میاشت کې د آلمان په یو تر ټولو ډیر نفوس لرونکي ایالت یعنې نورد راین ویست فالن کې خپل ګوند ته نږدې کامیابې ور په برخه کړي.

که چیرته له محافظه کارانو سره د دوه ګوندونو ائتلاف امکان لري، نو داسې هم وګڼئ چې د آلمان د راتلونکو څلورو کلونو په سیاسي ډګر کې به لیبرال دیموکراتان هم له حکومت سره په ائتلاف کې ورګډ شي. دوی همدا راز کولای شي له زرغون ګوند، سوسیال ديموکراتانو او یا هم محافظه کارانو سره په ګډه یوځل بیا د سیاسي قدرت ډګر ته راودانګي. د زرغون ګوند او لیبرال ديموکراتانو ترمنځ شته تاریخې دښمنۍ ته په کتو سره د د دوی داوړو ترمنځ د ائتلاف د سناریو پیښیدل لږ څه ستونزمن ښکاري. لیبرال ديموکراتان هیڅکله هم د آلمان په سیاسي ډګر کې د زرغون ګوند لخوا د لیبرالانو د دریم ځای په نیولو سره دغه ګوند نه بښي.

خو د سیاسي چارو د  کارپوهانو په حواله دا هم لیرې نه ده چې سیاسي قدرت ته د رسیدو له پاره د دې دواړو ګوندونه ترمنځ سیاسي روغه ونشي. دغه شنونکي همدا راز په دې باور دي چې لیبرال دموکرات ګوند به د آلمان د روان کال د سپتمبر میاشتې په ټاکنو کې خامخا یو رول ولوبوي.