1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارشال محمد قسیم فهیم په طبعي مرگ ومړ

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۱۸, یکشنبه

د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، د یکشنبې په ورځ په طبعی مرگ ومړ. دغه خبره د ولسمشر ویاند ایمل فیضي، په خپلې تویتر ټولنیزې پاڼې کې تایید کړې. له بلې خوا په افغانستان کې په څو اوونیو کې ټاکنې کیږي.

https://p.dw.com/p/1BMOy
انځور: picture-alliance/AP Photo

مارشال محمد قسیم فهیم، له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان د ولسمشر لومړۍ مرستیال وو. هغه د افغانستان په کورنیو جگړو او د طالبانو پر ضد جنگ کې هم فعاله ونډه لرله. د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي په خپل تویتر پاڼې کې لیکلي دي: «مارشال محمد قسیم فهیم ومړ. خدای دې د هغه روح آرامه ولري.»

فهیم د ولسمشر تر مرستیالۍ مخکې د افغانستان د دفاع وزیر وو. هغه د احمد شاه مسعود، تر وژل کیدو وروسته د هغه د ځواکونو مشري پر غاړه واخیسته او تر ۲۰۰۱ کال راهیسې د ولسمشر حامد کرزي له سختو ملاتړو څخه شمیرل کیده.

په کابل کې د ستراتیژیکو مطالعاتو له مرکز څخه داود مرادیون، وایي چې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال مارشال فهیم کله له یوه او کله هم له بل نوماند سره ملاتړ کاوه. هغه وايي چې فهیم هم د ولسمشر کرزي له ورور او هم له عبدالله عبدالله سره اړیکې لرلې. که څه هم اوس د ولسمشر ورور قیوم کرزی، د زلمي رسول په گټه له خپلې نوماندي تیر شوی دی، خو عبدالله عبدالله اوس هم د ولسمشرۍ له پاره خپلو ټاکنیزو مبارزو ته دوام ورکوي.

په کابل کې د افغانستان څیړونکې کیت کلارک، وایي چې که څه هم فهیم ډیر په رسنیو کې نه څرگندیده خو هغه د تړلو دروازو تر شا په غونډو کې ډیر نفوذ لاره. هغه وایي: «له ۲۰۰۱ کال راهیسې کرزی، فهیم او امریکایان په افغانستان کې درې قوي ځواکونه پاتې شوي دي.» میرمن کلارک زیاتوي: «هغه د بریا په برخه کې د کلیدي وگړو له ډلې څخه وو ځکه هغه د افغانستان په یوه سیاسي – پوځي گوند کې ډیر نفوذ لاره.»

په افغانستان کې د اپریل پر پنځمه نیټه ولسمشریزې ټاکنې کیږي. که دغه ټاکنې د پلان له مخې پر مخ ولاړې شي نو دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړۍ ځل وي چې د ټاکنو له لارې له یوه حکومت څخه بل ته واک لیږدول کیږي. ولسمشر کرزی د افغانستان د اساسي قانون پر اساس نه شي کولای چې په دغو ټاکنو کې خپل ځان ونوموي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب