1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارشال محمد قسیم فهیم څوک وو؟

عاصف حسیني۱۳۹۲ اسفند ۱۸, یکشنبه

مارشال محمد قسیم فهیم د یکشنبې په ورځ په طبعې مرگ ومړ. هغه د ولسمشر کرزي له ملاتړو څخه وو او د افغانستان په وروستیو پیښو کې یو تاثیر لرونکی کس بلل کیده.

https://p.dw.com/p/1BMPZ
انځور: picture-alliance/AP

د محمد قسیم فهیم نوم هغه وخت په نړیوالو رسنیو کې مطرح شو چې هغه د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې پر طالبانو باندې د امریکا متحده ایالات د برید په تمه نه پاتې کیږي او د احمد شاه مسعود د ځای ناستي په توگه پر کابل باندې برید کوي.

که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر جورج دبلیو بوش، د شمالی ایتلاف له ځواکونو څخه غوښتي وو چې د یوه موقت حکومت تر جوړیدو مخکې کابل ته دننه نه شي، خو د «ټایمز یونیون» ورځپاڼې په حواله فهیم له یوې روزل شوې پوځي ډلې سره یوځای کابل ته ورداخل شو او خپل ډیر ځواکونه یې له کابل څخه بهر پریښودل.

په کابل کې د افغانستان څیړونکې کیت کلارک، وایي چې که څه هم فهیم ډیر په رسنیو کې نه څرگندیده خو هغه د تړلو دروازو تر شا په غونډو کې ډیر نفوذ لاره. هغه وایي: «له ۲۰۰۱ کال راهیسې کرزی، فهیم او امریکایان په افغانستان کې درې قوي ځواکونه پاتې شوي دي.» میرمن کلارک زیاتوي: «هغه د بریا په برخه کې د کلیدي وگړو له ډلې څخه وو ځکه هغه د افغانستان په یوه سیاسي – پوځي گوند کې ډیر نفوذ لاره.»

محمد قسیم فهیم د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د دفاع وزیر شو خو په ۲۰۰۴ کال کې د ولسمشر کرزي تر بریا وروسته یې خپل مقام له لاسه ورکړ. د «دیلي ټایمز» ورځپاڼې د ۲۰۰۷ کال په گڼه کې راغلي دي چې فهیم د ۲۰۰۴ کال تر ټاکنو وروسته ولسمشر کرزی د یوې یو اړخیزې کابینې پر جوړولو تورن کړ. خو څلور کاله وروسته فهیم یو ځل بیا د ولسمشر کرزي تر څنگ ودرید او د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال شو.

فهیم په ۱۹۵۷ کال کې په پنجشیر ولایت کې نړۍ ته راغی او خپل لومړني او متوسطه زده کړې یې هم په همدې ولایت کې بشپړې کړې. هغه په ۱۹۷۷ کال کې د کابل پوهنتون له شریعاتو پوهنځي څخه فارغ شو.

ویل کیږي چې هغه په ۱۹۷۸ کال کې په افغانستان کې تر کمونیستي کودتا وروسته پاکستان ته ولاړ او یو کال وروسته بیا بیرته پنجشیر ته ستون شو او له احمد شاه مسعود سره یې یوځای د کمونستي نظام پر ضد خپله جگړه پیل کړه. مارشال محمد قسیم فهیم په ۱۹۹۲ کال کې د کمونیستي حکومت تر راپرځیدو وروسته د صبغت الله مجددي په مشري حکومت کې د افغانستان د استخباراتي سازمان مشري پر غاړه لرله.

پر فهیم باندې څو بریدونه شوي دي چې هغه ورڅخه روغ رمټ راوتی دی. په ۲۰۰۲ کال کې کله چې هغه له قومي مشرانو سره د خبرو له پاره جلال آباد ته روان وو، د موټرو پر کاروان یې برید وشو. په ۲۰۰۳ کال کې هم د هغه د کور پر وړاندې یو ځای پر ځای شوی بم کشف شو او د همدې کال په پای کې د هغه د ساتونکو مشر د برید کوونکو له خوا ووژل شو. په ۲۰۰۹ کال کې هم فهیم په کندز کې د ولسمشر کرزي له پاره د کمپاین پر مهال د طالبانو له کمین سره برابر شو.

تر دې مخکې په ۲۰۱۰ کال کې هم یوې افغان رسنې «پرس تي وي» خبر ورکړ چې قسیم فهیم په فرانسې کې د سرطان د ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو لږ وروسته بیا پخپله فهیم دغه خبر رد کړ او ویې ویل چې روغ رمټ دی.
مارشال محمد قسیم فهیم د ۲۰۱۴ کال د مارچ میاشتې پر نهمه نیټه په طبعې مرگ ومړ. د افغانستان حکومت د هغه د مړینې له کبله درې ورځې عمومي عزا اعلان کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب