1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارک ګروسمن د پاکستان پر ځای هندوستان ته سفر کوي

۱۳۹۰ دی ۲۹, پنجشنبه

د پاکستان او افغانستان له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی به د جمعې په ورځ هندوستان ته سفر وکړي. دغه امریکایي چارواکي له هغه وروسته هندوستان ته د سفر اعلان کوي چي پاکستان ته ئې د تلو اجازه تر لاسه نه کړه.

https://p.dw.com/p/13liI
ګروسمن د هندوستان تر څنګ افغانستان او قطر ته هم ځي
ګروسمن د هندوستان تر څنګ افغانستان او قطر ته هم ځيانځور: AP

امریکایي چارواکو خبر ورکړی دﺉ چي د پاکستان له خوا هغوی ته ویل شوي دي چي دغه هیواد نه غواړي چي مارک ګروسمن اسلام آباد ته سفر وکړي. د امریکايي چارواکو په حواله پاکستان ویلي دي چي اوس له امریکا سره د خپلو اړیکو په اړه غور کوي.

دا په داسي حال کي ده چي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي مارک ګروسمن به د جمعي په ورځ د پاکستان پر ځای هندوستان ته سفر وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندي، ویکتوریا نولند، ویلي دي چي امریکا نه غواړي د ګروسمن له دې سفر سره پاکستان تر فشار لاندې ونیسي.

نولند زیاته کړې ده: «موږ غوښتل چي ګروسمن د دې سفر په ترڅ کي پاکستان ته هم ولاړ شي، خو پاکستان له موږ څخه وغوښتل چي اوس هغوی له امریکا سره پر خپلو اړیکو غور کوي. پاکستان له امریکا څخه د وخت غوښتنه وکړه، نو له همدي کبله اوس ګروسمن پاکستان ته نه ځي.»

نولند ویلي دي چي متحده ایالات د افغانستان په برخه کي د هندوستان د هڅو هرکلی کوي. د هغي په حواله هندوستان تر اوسه پوري د افغانستان د بیارغوني په برخه کي تر دوو ميلياردو ډالرو څخه ډیري پیسي لګولي دي او اوس غواړي چي د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه کي هم ډیره ونډه ولري. هغي ویلي دي: «موږ باور لرو چي هندوستان د یو آباد افغانستان په راتلونکي کي رول لوبوي.»

پاکستان اوس له امریکا سره خپلي اړیکي تر کره کتني لاندي نیولي دي. په وروستیو کي د دواړو هیوادونو اړیکي د بل هر وخت په پرتله ډیري ترینګلي شوي دي.

د نوو اړیکو دور

که څه هم ځينو امریکايي سیاستوالو له ډیر پخوا راهیسي پاکستان د دوه مخي سیاست په لوبولو تورن کاوه، خو پر دې هیواد شکونه هغه وخت ډیر شول چي امریکايي ځواکونو د پاکستان په زړه کي د القاعدي د شبکي مشر، اسامه بن لادن، وواژه.

امریکا د بن لادن د وژلو له عملیاتو څخه پاکستان تر وروستۍ شیبي پوري نه وو خبر کړی. دې موضوع پاکستان او په خاصه توګه د دغه هیواد پوځ په غوسه کړ.

د اسامه تر وژل کیدو وروسته د پاکستان او امریکا د اړیکو نوی دور پیل شو. دواړو هیوادونو پر یو بل نیوکي وکړي. آن دا چي د امریکا د وخت لوی درستیز، مایک مولن، وویل چي د پاکستان استخباراتي شبکي په افغانستان کي د امریکا په وړاندې پټه جګړه پیل کړې ده.

په دې ترڅ کي پاکستان څو څو واري د ناټو پر اکمالاتي قطارونو خپله پوله وتړله. امریکا هم له پاکستان څخه خپلي غوښتي په روښانه توګه اعلان کړې او په دې هیواد یي فشار واچوه چي د یاغیانو،په خاصه توګه په شمالی وزیرستان کي د حقاني د ډلي پر وړاندي پوځي عملیات په لاره واچوي.

پاکستان د امریکا دا غوښتنه و نه منله او ویویل چي ځواکونه يي په نورو سیمو کي بوخت دي او نه شي کولای چي په شمالي وزیرستان کي د حقاني د ډلي پر وړاندي عملیات په لاره واچوي.

امریکا پر پاکستان د فشار اچولو په موخه پر دغه هیواد خپلي ځیني مالي مرستي هم ودرولي. خو پاکستان بیا هم په دې برخه کي په کوم اقدام لاس پوري نه کړ.

د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکي هغه وخت تر بل هر وخت ډیري ترینګلي شوي چي د تیر کال په نومبر میاشتي کي د ناټو په یوه هوايي برید کي ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

تر دې برید وروسته پاکستان له امریکا څخه وغوښتل چي په دغه هیواد کي خپله هوایي اډه وتړي. دې هیواد همدا راز د افغانستان په هکله د بن کنفرانس بایکاټ کړ او د ناټو پر اکمالاتي قطارونو ئې خپله پوله وتړله.

پاکستان تر اوسه پوري د ناټو پر قطارونو خپله پوله تړلي ساتلي ده خو د پنج شنبې په ورځ یو پاکستاني چارواکي د رویترز خبري اژانس ته وویل چي پاکستان به د ناټو په وړاندي خپله پوله پرانیزي.

مسعود جهش (رویترز، د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم