1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارک گروسمن د خپرو اترو له پاره اسلام آباد ته رسیدلی دئ

۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16U0Q

د امريکا متحده ایالاتو دغه لوړپوړي ډیپلومات دا تورونه رد کړي دي چې گواکې پاکستان ته د هغه د سفر موخه پر دغه هيواد باندي په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو د تر سره کولو له پاره فشار اچول دي. د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن د پاکستان د دولتي تلویزون په یوه پروگرام کې په خپلو څرگندونو کې ویلي دي، د دې له پاره پاکستان ته راغلی دئ چې له پاکستاني مشرانو سره هغو خبرو اترو ته ادامه ورکړي چې له تیرو څو میاشتو راهيسي جریان لري.

گروسمن چې د سیاسي او پوځي مشرانو سره د لیدلو په موخه تیره ورځ اسلام آباد ته رسیدلی دئ، ځني پوښتل شوي ول چې د هغه د سفر موخه خو به پر پاکستان باندي دا فشار اچول نه وي چې په شمالي وزیرستان کې دي پوځي عملیات تر سره شي؟ گروسمن پخپلو خبرو کې ویلي چې په مشخصه توگه په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو د تر سره کولو پریکړه یوازي او یوازي د پاکستان د دولت په پريکړي پوري اړه لري.