1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماشومان د ترهګرو په لومو کی

۱۳۹۰ مرداد ۲۶, چهارشنبه

د افغانستان امنيتي چارواکي وايي چي په دي وروستيو وختو کي د ماشومان د تښتولو پيښي زياتي شوي او له ځينو څخه «د ځانمرګي بريدونو» په مقصد کاراخيستل کيږي. د هغوي په وينا دغسي يوه پيښه څه موده مخکي په کندهارکي رامنځ شوي

https://p.dw.com/p/12I7d
ماشومان د افغانستان د تپل شوی جګړی قربانیان دی
ماشومان د افغانستان د تپل شوی جګړی قربانیان دیانځور: AP

د افغان امنیتی چارواکو په وينا «نهه کلن نصيب الله هغه ماشوم دى چي نږدې دوه نيمي مياشتې مخکې خپل کورته څېرمه وسلوالوتښتولی ؤ. هغه پولیسو ته ويلی دی اختطاف کونکو غوښتل يې چې له هغه څخه په ځانمرګي بريد کي کارواخلي .

دغه ماشوم څه موده وړاندې په کندهارکې دملي امنيت مسؤلینو ته په لاس ورغى. د مسؤلینو په وینا نصیب الله د کندهار ښار د نهمي ناحیي څخه هغه وخت د یو شمیر نا څرګنده وسلوالو له خوا وتښتول شو کله چې دی په لوبو بوخت وو. او بیا وروسته د ژړۍ ولسوالۍ د سنځری سیمي ته یی ورساوه.

د نصيب الله په خبره د یو څه مودې له تیریدو وروسته وسله والو په ده پوري بم وتړه او ورته وويل شو چي دغه نږدې دپوليسو امنيتي پوستې ته ورسی او په نښه سوي دوه لينونه سره وجنګوه. هغه زياتوي :

« کله چي هلته ورورسيدم ، په کور ورننوتلم ، بياعسکرراغلل او زما څخه يې بمونه لیري کړل او دلته یې راوستم.»

دنصيب الله پلار، محمدعوض، چي اوس خپل نهه کلن زوي له اوږدې بې درکۍ اوډيروهلو ځلو څخه وروسته ويني دخوشحالۍ احساس کوي اووايي چي ۷۰ ورځې يې د زوي په لټون پسي تيري کړي او د هغه په لټه کې یې چي څومره پیسې د ځانه سره لرلې لګولي خو په دې ونه توانید چې د هغه څرک ولګوي.

هغه وایي : « اولادونه دي، داخو نو په صندو ق کي نه سو بندولاى، داغيري شرعي کاردى، دبشريت څخه ليرې خبره ده ، دا ٧٢ ورځې زه ګرځيدلى يم چي په جيب کي مي څه پيسې وې هغه په تعويذونو او د موټرو په کرایو کې راڅخه مصرف سوې.

موږ پوهيږو چي دا شرارت دى ، موږيې په راډيوګانو کي اورو چي خلک کوچنيان تښتوي اوبيا بمي بریدونو کې ترې کار اخیستل کیږي.
زه له دولت څخه ډېرخوښ يم چي دا زمونږ ماشوم يې راپيدا کړ او مونږ ته یی را وسپاره.»

دکندهاردملي امنيت رئيس بريد جنرال ،محمدنعيم مؤمن، هم وايي چي ترلاسه کړې ماشوم په پيل کې دوي خطا ايستل او حتی موږته يې دخپل کورسمه پته هم نه راښودله.

هغه وايي : « داکوچنى ماشوم چي د اتو يا د نهوکالو دى موږته يې په سړه سينه بيان کړی، ده ته ويل سوي چي ته به نه وايې چي زه دکندهاريم.»

مؤمن زیاتوی: «همداراز ده ته ویل شوي ؤ چي دی به وايي د هغه کور په چمن کي دى. همدا وجه وه چي کله مو دى پيدا کړ سپين بولدک ولسوالۍ ته مو واستاوه، پنځلس شل ورځې موږ ډيرکوښښ وکړ چي د ده دوستان پيداکړو.»

هغه زياته کړه چی دا يوه ډيره غټه بېرحمي ده ډېرغټ ظلم دى، د داسي کوچنيانوڅخه چي هغوی بايد زده کړې وکړي د ترهګری په مقصد کار اخیستل له هر دول افغانی، اسلامی او بشری ارزښت سره په تناقض کی دی او یو بشری جنایت دی.

که څه هم دولت وايي چي وسلوال طالبان په ځانمرګو بريدونو کې له کم عمره هلکانوڅخه کاراخلي خو وسلوال طالبان داخبره نه مني او وايي چي دوي د ماشومانو حقوقو ته درناوې لري.

کندهار/ ابراهيم سپیڅلی
کتونکی: سید ریاض