1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماشيني غاليو اصيلو ته سخت تاوان رسولی

۱۳۸۹ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

په بلخ ولايت کي د غاليو اوبدونکي او پلورونکي وايي چي، د ماشيني اوبې کيفيته غاليو او ارزانه فرشونو واردول، د غاليو قاچاق او د مارکيټ نشتولی، د هيواد په شمال کي د افغانې غاليو بازار له جدي رکود سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/R764
افغاني غالۍ
افغاني غالۍانځور: DW

د افغاني غاليو پلورونکي او توليدوونکي وايي که دغه وضعيت همدا شان دوام ومومي دا شونې ده چي د غاليو ډيری توليد کوونکي له دغي حرفې څخه لاس واخلي.

د جوزجان ولايت اوسيدونکي جمعه نظر چي په مزارشريف کي دغاليو پلورلو دوکان لري وايي:« قاچاق کونکي زموږ وطني غالۍ پاکستان ته انتقالوي او له هغه ځايه څخه بيا د پاکستان د غاليو په نوم نورو هيواودونو ته صادريږي، چي دا په خپله زموږ له هيواد سره لويه جفا ده »

يو بل تن چي جهانګير نوميږي په مزارشريف کي د غاليو د توليد کارګاه لري، غاليو ته د بازار له نشتوالي څخه سر ټکوي. « پخوا زموږ يو متر غالۍ ۱۵۰ ډالره بيه درلوده او س په سل ډالره ده او اخيستونکي هم نه لري دا چي بازار نه لرو خپل لګښتونه هم نسو پوره کولای »

په شمال کي د غاليو اوبدونکو د اتحاديې مشر عبدالستاربيک زاده وايي که دولت د افغانستان د غاليو د قاچاق څخه، چي په بيلابيلو نومونو نورو هيوادونو ته صادريږي مخنيوي ونکړي، نو د وخت په تيريدو سره به اصيلي افغاني غالۍ خپل هويت له لاسه ورکړي.

افغاني او بيا په ځانګړې توګه د افغانستان د شمالي ولايتنوغالۍ چي د کيفيت له اړخه نړيوال شهرت لري، ياد لاملونه يي په وړاندي لويي ننګوني بلل کيږي.

خو دا چي دولت به د دغه صنعت د ودي او پراختيا او يا هم د بازار موندنۍ په برخه کي څه کولای سي او که څنګه دا هغه پوښتنه ده چي د وقت په تيريدو سره به جوته سي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل