1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالي او د کړکېچ په وړاندې تلپاتې مبارزه

دويچه ويله، محمد شيرين ګرديوال۱۳۹۱ اسفند ۲۶, شنبه

ډېر کړکېچونه يو اوږدمهال مديريت ته اړتيا لري چې ډېری وخت دا وړتيا موجوده نه وي. د پېښو د شاليد دلايل د ډيرو مرسته کوونکو د پاره مشکل او موخې سمې نه وي په ګوته شوې.

https://p.dw.com/p/17ysV
انځور: picture alliance/Ferhat Bouda

په پای کې يوازې د مرستې غږ پاته دی. د يوه کال راهيسي مختلف اسلامپال ګروپونه د مالي د شمال څخه د پلازمېنې  باماکو په طرف راوخوځېدل .د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په مياشت کې دوی دومره مخکي راغلي ول چې پلازمينه باماکو ونيسي او په حقيقت کې ټول هيواد تر کنترول لاندې راولي. په داسي يو حالت کې د مالي جمهور ريس، ديون کوندا، د پخواني استعماري هېواد فرانسې څخه د مرستي غوښتنه وکړه. د فرانسي جمهور ريس، هولاند په دې تړاو يو بيړنې عمل وکړ او دغه هېواد ته يې خپل پوځيان وليږل. دغه پوځيان لومړی د ياغيانو د ګروپونو په لټه کې شول او بيا يې هغوی د شمال په لور ستنېدلو ته مجبور کړل.

په کړکېچ کې مختلف لوبغاړي ښکېل دي

دوی کېدای شي چې له همدغه ځايه بیا خپل عمليات پيل کړي خودا په اصل کې يوازنی دليل نه دی چې په مالي کې ولې آرامي نه راځي. اوس خبره دا ده چې  اقتصادي او ټولنيز  شرايط ښه شي. د هغوی د خرابوالي له کبله د جهاديانو بری په حقيقت کې ممکن شوی و. په دې اړه اسلام پېژندونکې، الموت ويلاند کريمي، چې د برلين د سولي د نړيوال ماموريت د مرکز مشره ده، وايې چې د سولې نړيوال ماموريتونه په اصل کې د نړيوالو ټولنو، ملګرو ملتونو، اروپايې ټولني او يا د اروپا د امنيت او ګډ کار د ټولني په چوکاټ کې تر سره کيږي.  د کړکيچ په مختلفو مرحلو کې مختلف لوبغاړي برخه لري، که هغه پوځيان او يا نړيوال پوليس وي. ملکي کارپوهان هم په دغه ډله کې شمېرل کيږی. هغوی د ديمکراسي د عملي کولو  او د پرمختياوي ګډو کارونو لپاره هلې ځلې کوي .

اسلام پېژندونکې الموت ويلاند کريمي
اسلام پېژندونکې الموت ويلاند کريميانځور: zif

د سولې هڅې بايد اوږدمهاله بڼه ولري

ډېرې نړيوالې ټولنې په مالي کې فعالې دي. په تېره بيا د غربي افريقا اقتصادي ټولنه غواړي چې د خپلو هڅو پر بنسټ دغه هيواد د اوږده وخت د پاره ډاډمن کړي. د نړيوال ماموريت دنده بايد دا وي چې د اوږده وخت د پاره په هر اړخيز ډول په دغه هيواد کې د سولې سياست  پلی کړای شي. خو ستونزه دا ده چې د داسې هڅو لپاره ډېری وخت ملاتړ نه وي. همدغه خبره ويلاند کريمي کوي. دا وايې چې د کړکېچونو حفاظتي يا وقايوي تدبيرونه په خاص ډول نه دي جوت شوي. په اصل کې خبره د وسايلو او د اوږده وخت د پانګې اچونې ده. خو څرنګه چې نړيوال کړکيچونه خورا ډير دي او د هر يوه کړکیچ د راکابو کولو د پاره په هر ځای کې خورا ډېرې هڅې روانې وي، نو ډيره ګرانه ده چې دغه هڅي دې اغېزمنې وي. دا په داسې حال کې ده چې نړيواله ټولنه په دې هکله ډېرې هلې ځلې کوي، خو د دې ټولو هڅو سره سره به په راتلونکې کې هم د دې وړتيا نه وي چې په هراړخيز او موثره توګه مسلي راکابو شي. دهرې پېښې پای به د بلې پېښې پيل وي.