1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالي او سوریه د مونشن د کنفرانس مهمې موضوعگانې

سید ریاض (مایکل کنیګ)۱۳۹۱ بهمن ۱۳, جمعه

له ۵۰ کلونو راهیسې، د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه سیاستوالان په کال کې یو ځل د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د گډون له پاره آلمان ته سفر کوي. سږ کال د سوریې او مالي هیوادونو کړکیچونه د دغې غونډې مهمې موضوعګانې دي.

https://p.dw.com/p/17WIg
انځور: picture alliance/Johanna Hoelzl

د دغه کنفرانس بنسټ په ۱۹۶۳ کال کې د سړې جگړې په نیمایي کې د ختیځ او لویدیځ تر منځ شخړې ته د ځواب ویلو له پاره د ناټو د غړو دولتونو له خوا کیښودل شو.

د برلین د دیوال تر نړیدو وروسته په دغه کلنۍ غونډه کې د منځنۍ او ختیځي اروپا د هیوادونو او پخواني شوروي اتحاد د گډون له پاره هم زمینه مساعده شوه. د سړې جګړې تر پای وروسته آسیا، د مونشن د امنیتي کنفرانس د توجه وړ موضوع گرځیدلې ده. اوس نړیوال کیدل (Globalization) او امنیتي سیاست د دغه کنفرانس له مهمو موضوعاتو څخه دي.

دغه نړیوال امنیتي کنفرانس د فبروري د میاشتي له لومړۍ نیټې څخه تر دریمې نیټې پورې په مونشن کې تر سره کیږي. په پام کې ده چې په دغه کنفرانس کې به پر هندوستان، برازیل او افریقایي هیوادونو سربیره د ۷۰ هیوادونو شاوخوا ۴۰۰ استازي گډون وکړي.

په دغه کنفرانس کې پر سیاستوالو سربیره یو شمیر اقتصادي کارپوهان او د غیر دولتي سازمانونو استازي هم گډون کوي.

د دغه کنفرانس مشر ولفگنگ ایشنگر (Wolfgang Ishinger) وایي چې «د مونشن امنیتي کنفرانس په ۲۱ پیړۍ کې د امنیتي سیاست د بدلون پر یوې مهمې پروسې باندې بدل شوی دی چې د امنیتي سیاست پر سختو دودیزو موضوعګانو سربیره په خپله اجنډا کې نورې موضوعګانې لکه د اقلیم بدلون او د سایبر یا کامپیوتری امنیت مسله هم شاملوي.»

داسې ښکاري چې د مونشن په کنفرانس کې هم د یو شمیر نورو کنفرانسونو په څیر د بل هر وخت په پرتله د امنیتي سیاست په هکله د نظریاتو تبادلې ته اړتیا لیدل کیږي. اېنشگر وایي چې په سږني کنفرانس کې د برخه والو شمیر زیات دی.

د مونشن به سږنې امنیتي کنفرانس کې به یوه مهمه څیره د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال جوبایډن دی. هغه تر دې مخکې په ۲۰۰۹ کال کې هم د مونشن په امنیتي کنفرانس کې کډون کړی وو او له روسیې سره د مناسباتو په اړه یوه بیانیه ورکړه.

په دغه کنفرانس کې د لومړي ځل له پاره د برازیل هیواد د بهرنیو چارو وزیر او د جنگي جرمونو د نړیوالې محکمې لوي څارنوال هم گډون کوي. زیاته شوې ده چې د نوموړي کنفرانس مهمې موضوعګانې د مالي او سوریې هیوادونو کړکیچونه او له ایران سره چال چلند دی.

د «سن گالن» په پوهنتون کې د نړیوال سیاست پروفیسر جیمز دیویس، چې له تیرو لسو کلونو څخه په دغه کنفرانس کې گډون کوي وایي: «په دغه کنفرانس کی د بیلابیلو دولتونو، نړیوال سازمانونو او د غیر حکومتي مؤسسو استازي سره راټولیږي او د نړیوال امنیت د خطرونو په هکله سره خبرې کوي. د یوه کارپوه په توګه زما له پاره دې ته ورته امکان په بل ځای کې نه دی راکړل شوی چې د ټولې نړۍ له مهمو تصمیم نیوونکو سره خبرې وکړم.»

د دیوس په وینا په دغه کنفرانس کې تصمیم نه نیول کیږي. هغه وایي چې باالمقابل دغه کنفرانس برخه والو ته دا زمینه برابروي، تر څو په هغو موضوعاتو خبري وکړي چې په غیر رسمي چوکاټ کې امکان نه لري. نوموړی د پوښتنې په توگه وایي: بل چیرته دا امکان لري، چې د متحده ایالاتو یو سناتور دې د قهوې څښکلو پر مهال د ایران د حکومت له یوه استازي سره خبرې وکړي؟

سید ریاض (مایکل کنیګ)
مسعو جهش