1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالي: یو بل ښار هم له اسلامپالو څخه نیول شوی دی

۱۳۹۱ دی ۳۰, شنبه
https://p.dw.com/p/17NQC

په مالي کې فرانسوي او د دې هیواد ځواکونو له افراطي اسلامپاله یاغیانو څخه یو بل ښار هم ولکه کړی دی. د کونا تر نیولو وروسته اوس ځواکونو خپل کنترول تر دیابالي پورې غځولی دی. دغه خبره ځایي ښاروال عمر دیاکیتي کړې ده.

زیاته شوې ده چې په عین وخت کې ۱۸۰۰ فرانسوي سرتیري په مالي کې پر عملیاتو بوخت دي. آلمان او د اروپایي ټولنې نور غړي هیوادونه غواړي چې د مالي له مأموریت سره یوازې لوژیستکي مرستې وکړي. انتظار کیږي چې د آلمان له لورې اعلان شوې دوه «ترانزال» ډوله ترانسپورتي الوتکه به د شنبې په ورځ د مالي پلازمینې بماکو ته ورسیږي.

دغه دوه الوتکې طبي تجهیزات رسوي. له هغې وروسته به دغه دوه الوتکې د مالي گاونډي هیواد سنیگال ته پرواز وکړي او د افریقایي اقتصادې ټولنې «ایکوواس» سرتیري به بماکو ته راانتقال کړي. ایکوواس غواړي چې د جنورې د میاشتې تر ۲۶مې نیټې پورې ۲۰۰۰ تنه سرتیري د مالي هیواد ته واستوي.

په اوږده موده کې به د دغه سرتیرو شمیر ۳۰۰۰ تنو ته ورسیږي. په مالي کې د سرتیرو تر ټولو لویه قطعه د نایجریا سرتیري جوړوي چې شمیر یې ۹۰۰ تنو ته رسیږي. د توگو، نیجر، بورکینا فاسو او سنیگال هیوادونه غواړي چې هر یو ۵۰۰ تنه سرتیري مالي ته واستوي.