1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالټا د شپږو میاشتو له پاره د اروپايي ټولنې د شورای مشري کوي

۱۳۹۵ دی ۱۳, دوشنبه

کوچني هيواد مالټا د ۲۰۱۷ عیسوي کال د جنورۍ د لومړۍ نيټې څخه د اروپايي ټولنې د شورای مشري او په دې ترتيب د بحرانونو د اداره کولو مسئوليت پر غاړه واخيست. دغه هيواد غواړي د مهاجرو د بحران په برخه کې پرمختګونه ولري.

https://p.dw.com/p/2V8JP
Malta Premierminister Joseph Muscat
انځور: Regierung von Malta

جوزف موسکات، غواړي په راتلونکو شپږو میاشتو کې د راوپایې اتحادیې د شورا د رئیس په توګه بریالیتوبونه ولري.

۴۲ کلن مسکات، د دریو کلونو راهیسې د مالتا چې د اروپايي ټولنې تر ټولو وړوکی هیواد دی، د لومړی وزیر په توګه کار کوي. مسکات چې په دغه هیواد کې د سوسیال دیموکرات ګوند پورې اړه لري وتوانید چې د څو لسیزو را په دیخوا په دغه هیواد کې د حاکم محافظه کاره ګوند، واکمنۍ ته د پای ټکې کیږدي.

دا چې سوسیال دیموکرات ګوند په ۲۰۰۴ کال کې له اروپایې اتحادیې سره د مالتا د الحاق یا یوځای کیدو پر ضد مبارزه کوله، اوس یې څوک نه شي احساسولی.

جوزف مسکات غواړي چې د یوه اروپایې نمونې په ډول په ځانګړي توګه د مهاجرو د کړکیچ په برخه کې مصلیحتونو ته لار پیدا کړي.

اوس هم د پخوا په څیر ډیر شمیر اروپایې هیوادونه د مهاجرو منل ردوي. د یونان، ایټالیا او مالتا په څیر هیوادونه چې کډوال په لومړي سر کې ورته داخلیږي، په دې برخه کې د فشار د کمیدو او د اروپایې اتحادیې په غړو هیوادونو کې د مهاجرو د عادلانه ویش غوښتنه کوي.  

مسکات په بروکسل کې د اروپایې اتحادیې د وروستۍ سرمشریزې پر مهال داسې ژمنه وکړه: «زه فکر کوم چې دغه اراده موجوده ده چې د امکان تر حده د ټولو دریځ یو بل ته نږدې شي. دا به په اروپایې اتحادیه کې د مالتا د ریاست له پاره یوه ډیر دروند مسئولیت وي. موږ به خپل ټول کوښښونه په کار واچوو، تر څو مختلف دریځونه یو بل ته نږدې کړو.»

مالتا له ۴۲۰ زره نفوس سره د اروپایې اتحادیې تر ټولو کوچنې هیواد دی. تر دې وروسته لوګزامبورک دی. مسکات پوهیږي چې د لومړي ځل له پاره اروپایې اتحادیه له خپل ۵۰۰ میلیوني نفوس سره په نمونه یې شکل د یوه کوچني هیواد له خوا رهبري کیږي، نو له همدې امله له یوې لوېې سیاسي او لوجیستکي ننګونې سره مخامخ دی.

ټاکل شوې ده چې د فبروري په میاشت کې په مالتا هیواد کې د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو د مشرانو یوه غیرې رسمي غونډه ترسره شي. په دغه غونډه کې به د نورو کړکیچونو تر څنګ د مهاجرو پر موضوع هم بحث وشي.

جوزف مسکات غواړي چې له افریقا څخه اروپا ته د مهاجرو د راتګ مخه ونیول شي. هغه وایې: «یو نوی واقعیت دا دی چې د مدیترانې له لارې اروپایې اتحادیې ته د مهاجرو د سفر موضوع، پخپله د حل لارې یوه کیلي ده. په دې معنی چې دا موضوع د بشپړ اقداماتو یوې بستې ته اړتیا لري. دغه بسته پیوستون ته اړتیا لري چې د امنیت او سرحدونو د حفاظت موضوعات په کې شاملیږي. زه فکر کوم هغه تړون چې موږ یې له ترکیې سره لرو، باید په یو شکل د مدیترانې له پاره هم تکرار شي.» 

ترکیه ژمنه ده چې له یونان څخه مهاجر بیرته ومني او دا کار تر اوسه پورې ډیر اغیزمن ثابت شوی دی. مسکات په دې اند دی چې خلک باید په افریقا کې پاتې شي او د مدیترانې د خطرناکو اوبو له لارې اروپا ته د راتګ جرات ونه کړي.

مالتا چې د لیبیا او ایټاليې تر منځ د مهاجرت په مسیر کې قرار لري، په ۲۰۱۶ کال کې یې شاوخوا ۱۷۰۰ مهاجر منلي دي. دغه کوچني هیواد له ۲۰۱۲ کال راهیسې نږدې ۲۰۰۰۰ مهاجر قبول کړي دي، خو سره له دې هم یو پر دریمه برخه د دغو مهاجرو د مالتا په دغه جزیره یې هیواد کې پاتې دي.

ډیر شمیر مهاجر له دې ځایه ایټالیا ته مخه کوي. مالتا د ۲۰۱۶ کال تر جنوري میاشتې پورې مهاجر په تړلو کمپونو کې ځای پر ځای کول چې دا کار په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخامخ شو. دغه کډوال بیا د اروپایې اتحادیې په مرسته آزادو کمپونو ته انتقال کړای شول.