1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکي سال د سینگال نوی ولسمشر شو

۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14SKn

په سینگال کې د حکومت پخوانې مشر ماکي سال د هیواد د نوي ولسمشر په توگه وټاکل شو. دغه خبر د یکشنبی د ورځې د ټاکنو د وروستي پړاو د پایلو وروسته ورکړل شو. د فرانسې ولسمشر نیوکولا سرکوزي سال ته د ولسمشر په توگه د ټاکل کیدو له امله مبارکي ورکړه. فرانسوي تلویزیون سره په خبرو کې سرکوزي وویل چې په مجموعي توگه د سال انتخابیدل یو ډیر ښه خبر دئ او په تیره بیا د سینگال له پاره. د سینیگال د ولسمشرۍ د ټاکنو رسمي نتایج به د سه شبنی یا چهار شنبی په ورځ اعلان شی. سال په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کی ډیرې رایې ترلاسه کړي دي.