1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماین پاکي، لوی هدف خو له خطره ډکه دنده

۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبه

له اتیاوو څخه په ډیرو هیوادونو کې ماینونه ښخ دي. دغه وسله هر کال د ۵۰۰۰ کسانو ژوند اخلي چې یو په درې برخه قربانیان ئې ماشومان دي. المان د افغانستان په گډون د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د ماینونو د پاکولو پروژې پر مخ وړي.

https://p.dw.com/p/14XWt
انځور: MEHR

د رسمي ریپوټونو له مخې د المان د بهرنیو چارو وزارت د ۱۹۹۲ کال راهیسې ۲۱۷ میلونونه یورو په ټوله نړۍ کې د ماین پاکۍ په برخه کې مصرف کړي دي. یوازې تیر کال به ۴۲ هیوادونو کې د ماین پاکولو په ۴۱ پروژو کې ۱.۱۸ میلیونه يورو مصرف شوې. د المان د دې پروژو په ترڅ کې ۱۰۰۰ ماین پاکوونکي په افغانستان کې هم په دنده بوخت دي.

د دې موضوع په اړه د انځورونو البوم دلته وګورﺉ.

په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو کار یو څه ستونزمن ښکاري. د مرسته رسوونکي سازمان غړې انه یونګ، په دې اړه وایې: «په یوه پروژه کې زر تنه کار کوونکي په کار بوخت دي. خو دلته خبره جنجالي ده په دې معنی چې دلته لا اوس هم د ماینونو ښخول دوام لري. موږ په پوره باور سره نه شو ویلای چی ماینونه څوک ښخوي.»

میدیکوانترنشل د دې تر څنګ چې د ماینونو د پاکونې کارونه سر ته رسوي د خلکو په منځ کې د خبرتیا پروګرامونه پر مخ وړي. د دې پروگرامونو په ترڅ کې کورنیو ته معلومات ورکول کیږي چې څرنگه له ماینونو څخه ځان وژغوري.

له خطر ډکه دنده

پیتر ولیرس له خطره ډکه دنده غوره کړې ده. د المان د پوځ دغه پخوانۍ غړۍ له څلورو کلونو راهیسې په کمبودیا کې ژوند کوي چې هغه میلیونونه ناچاودلي ماینونه راټول کړي چې دغه هیواد ته له اوږدې جګړې په میراث پاته دي. هغه بختور دﺉ چې تر اوسه پورې د دندې پر مهال ټپي شوی نه دﺉ ځکه چې ماینونه په ډیره وړه تیر وتنه چاودیدلی شي.

پیتر ولیرس
پیتر ولیرسانځور: Demining Unit 6

ولیرس وایې: «هر څوک چي د ماین پاکۍ په برخه کې کار کوي له لوی خطر سره مخامخ وي. که څوک لږ تیروتنه وکړي د ژوند په بیه ورته تمامیږي او یا خپلې پښې له لاسه ورکړي.»

په کمبوجیا کې ماین پاکي

پیترر ولیرس 72 کلن دئ او لس کاله کیږي چې د المان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د ماین پاکۍ په کارونو بوخت دئ. هغه په کوزوو، چاد او روندا کې هم د ماین پکولو په برخه کې کار کړی دئ.

د هغه د دوو همکارانو پښې په کوزو کې ماین ووهلي. او په چاد کې د هغه معاون سره د نورو پنځو تنو ملګرو د یوه ماین د خنثې کولو پر مهال ووژل شول.

په دې توګه د پیتر ولیرس ټول هغه ۳۳۰ تنه ملګري چي په دې برخه کې کار کوي تل د داسی خطر سره مخامخ دي چې خپل د بدن غړي یا ژوند له لاسه ورکړي.

تیر کال هغوی د کمبوجیا د سیم ریپ په ایالت کې نزدي ۲۰ زره نا چاودلي بمونونه او څلور زره ماینونه له ځمکې څخه راویستل. تیر کال په کمبودیا کې ۲۸۶ کسان د ماینونو له امله ووژل شول دا په داسې حال کې ده چې په ۱۹۹۴ کال کې د قربانیانو شمیره د دی لس برابره وه.

ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۲۰ کاله به کمبوجیا له ماینونو څخه یو څه پاکه شي. د پیتر ولیرس د ماین پاکولو د فعالیتونو لګښت د المان د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکول کیږي .

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۵ کال کې د اپریل څلورمه نیټه له ماینونو سره د مبارزې او د هغوی د خطرونو په اړه خلکو ته د خبرتیا د ورکولو د نړیوالې ورځ په توگه ونوموله.

استونه/ مومند
کتونکی: مسعود جهش