1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ما ووژنه! له خپلې مور څخه د یوه پنځه کلن زوی هیله

۱۳۹۵ تیر ۹, چهارشنبه

د عراق فلوجه ښار په وروستیو وختونو کې د «اسلامي دولت» ډلې له کنترول څخه آزاد شو. د دغو عملیاتو په ترڅ کې ډیر شمیر خلک د لوږې او تندې ښکار شول. ام عصام هم د دغو کسانو له ډلې څخه یو وو.

https://p.dw.com/p/1JFSF
Irak Falludscha Zivilisten versuchen die Stadt zu verlassen
انځور: Reuters/Th. Al-Sudani

د ام عصام پنځه کلن زوی هغې ته وایې: «مورې ما ووژنه!» دغه هلک ځکه دا غوښتنه کړې وه چې هغه ډیر وږې وو او دا درد یې نور نه شو زغملی. ام عصام وویل چې که یو وار له فلوجه څخه د تیښتې موقع ترلاسه کړي بیا به هیڅ کله هم بیرته ورنه شي.

دغه سیمه دوه کاله د «اسلامي دولت» ډلې په کنترول کې وه. ۴۲ کلنه ام عصام وایې: «زما زوی لوږې دومره زورولی وو چې د مرگ غوښتنه یې ورکړ. هغه خو یوازې پنځه کلن وو.»

ام عصام پخوا تر دې هم څو بدبختۍ تجربه کړې وې. دوه کاله مخکې په فلوجه کې یوه روغتون ته څیرمه د برید پر مهال هله گوله رامنځته شوه، چې هغې په کښې خپل حمل له لاسه ورکړ.

Irak Kämpfe um Falludscha
عراقي پوځیانو د تیرې یکشنبې په ورځ د فلوجې د آزادولو ادعا وکړهانځور: Reuters/T. Al-Sudani

ام عصام وایې: «زه ویریدلې وم. هر لور ته خلکو د خپل ژوند د ژغورنې له پاره منډې وهلې. زما په نس کې دوه غبرگونکي ماشومان ول.»

دغه میرمنه زیاتوي چې هغې د خوراک له پاره هیڅ نه درلودل او کله چې له لوږې څخه ډیره وزوریده، نو روغتون ته یې مخه کړه. ام عصام د نهو ماشومانو مور ده.

نوموړې اوس د فلوجه د پوځي عملیاتو پر مهال د بې کوره شویو کسانو له پاره په جوړ شوي یوه مرکز کې اوسیږي. دا کمپ د ناروې د یوې خیریه ټولنې له خوا پر مخ وړل کیږي. ام عصام وایې: «هوا گرمه ده او ډوړي دي. دلته د خوراک څښاک د توکو کمښت دی، خو موږ گوزاره کوو.»

دغه کړیدلې او زوریدلې مور نه غواړي بیرته فوجه ته ستنه شي، ځکه چې په لومړي سر کې امریکایانو، بیا القاعدې، تر هغه وروسته داعش او اوس لوږې په فلوجه کې ژوند ناممکنه کړی دی.

هغه وایي: «ما ته معلومه نه ده چې په راتلونکې کې به وضعه څرنگه وي، خو دا ښار برباد شوی دی. د دی له پاره زه نه غواړم بیرته ولاړه شم.»

په فلوجه کې پوځي عملیات پای ته رسیدلي دي او د داعش جنگیالي له ښار څخه تښتیدلي دي خو په ښار او شاوخوا سیمو کې یې بشري وضعه کړکیچنه ده. عراقي پوځ تیره یک شنبه د فلوجه د آزادولو اعلان وکړ.