1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مبارک: زما استعفاء مصر په ګډوډيو کي ډوبوي

۱۳۸۹ بهمن ۱۵, جمعه

د مصر ولسمشر مبارک وويل چي هغه چمتو دی همدا «نن» استعفاء وکړي، خو ويريږي چي دی سره به مصر د ناکراريو او ګډوډيو په سيلاب کي ډوب شي. په عین وخت کی واشنګتن د مبارک د ګوښه کیدو لپاره د مصر د حکومت له استازوسره خبری کوی

https://p.dw.com/p/Qy7h
د ولسمشر حسنی مبارک مخالفین په خپلو غوښتنو ټينګار لری
د ولسمشر حسنی مبارک مخالفین په خپلو غوښتنو ټينګار لریانځور: AP

د مصر ولسمشر حسني مبارک پرون وويل چي د هغه استعفاء نه يواځي روانو ناکراريو ته خاتمه نه ورکوي، بلکه د هغو لړي به دوام پيدا کړي.

له امريکايي تلويزوني شبکي ، ABC سره په يوه مرکه کي مبارک وويل چي دی په مصر باندي له واکمني څخه نور «ستړي» شوي دی، خوهغه د خپل هيواد د راتلونکي په هکله انديښنه لري.

مبارک وويل: « د خلکو لپاره وروسته له 62 کلونو خدمت څخه، نور زه هم ستړي شوي يم. دا زما لپاره بس ده. خو ما سره زما د هيواد، مصر، غم شته.»

مبارک زياته کړه:« که چيري همدا نن استعفاء وکړم، تاسي به وګوري چي په مصر کي څه ګډوډي پيښيږي.» د وروستيو معلوماتو له مخي مبارک لا تر اوسه د جمهوري رياست په ماڼي کي چي د عسکرو او ټاکنو سره تري ساتنه کيږي، له خپلي کورني سره اوسيږي.

په عين وخت کي له واشنګتن څخه خبرونه وايي چي امريکا متحده ايالات د مصر د حکومت له استازو سره د مبارک د سمدلاسه ګوښه کيدو په هکله خبري اتري کوي. د متحده ايالاتو د سرچينو د معلوماتو له مخي ويل کيږي چي د يو موقتي حکومت چي د مصر د پوځ له ملاتړ څخه برخه من وي هڅي رواني دي. دغه حکومت بايد د نوو ټاکنو لپاره تياري ونيسي. يوه سناريو دا ده چي قدرت د هغه نوي مرستيال عمر سليمان ته وسپارشي.

د مصر د ولسمشر مرستیال عمر سليمان
د مصر د ولسمشر مرستیال عمر سليمانانځور: AP

د سپيني ماڼي يو وياند وويل چي ولسشمر بارک اوباما څرګنده کړي ده چي په مصر کي په منظمه توګه د قدرت د ليږدولو لپاره وخت رارسيدلي دي.

د حکومت د مخالفينو د راټوليد په ستر ځاي ، ميدان الاتحرير، کي تيره شپه چوپيتا خوره وه. په زرګونو مظاهره چيان هلته ديره شوي دي. نن هم د سترو مظاهرو انتظار کيږي. د حکومت مخالفينو نني جمعه د مبارک د « رانسکورولو د ورځي» په نامه ياده کړي ده.

وروسته له نویو ناکراريود مصر پوځ په قاهره کي د حکومت مخالف مظاهره کونکو او د ولسمشر حسني مبارک د پلويانو ترمنځ يو بيلونکي حايل جوړ کړ. ټانکونه او مصري عسکر په «ميدان ا لتحرير» کي موضع ونيوله ترڅو هغوي د يو بل څخه جلا کړي او اخ او ډب ته يي پر نه ږدي.

نړیوالی انديښنی

نړيواله ټولنه هم د مصر د روانو حالاتو په هکله انديښنه لري، خصوصا وروسته له هغي چي سوليزي مظاهري په اخ او ډب بدلي شوي، د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون له ټولو اړخونو څخه وغوښتل چي د يو بل پر ضد له زور زياتيو څخه دي کار نه اخلي. بان وويل چي هغه په مصر کي د روانو زور زياتيو په هکله سخت خواشيني دي. بان وويل:« د سوله ايز مظاهرو پر ضد هيڅ ډول زرو زياتي د منل وړ نه دي او هغه په کلکه غندو.»

د آلمان صدراعظمه مرکل او د هسپانیه صدراعظم څاپتیرو
د آلمان صدراعظمه مرکل او د هسپانیه صدراعظم څاپتیروانځور: picture alliance/dpa

د آلمان ، فرانسي، ايتاليا او هسپانيا مشرانو د پنجشنبي په ورځ په يو ګډه اعلاميه کی د مصر د روان کړکيچ په هکله خپله انديښنه څرګنده کړه. په اعلاميه کي راغلي دي: « مونږ په مصر کي د وضعيت د خراپيدو په هکله سخته انديښنه لرو. يواځي د يوي پراخي قاعدي څخه برخه من حکومت ته پرته له ځند څخه د قدرت ليږودولو سره کيداي شي چي مصر په خپل روان کړکيج باندي لاس برتوب پيدا کړي.»

د هسپانيا په پلازمينه مادريد کي په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي د هغه هيواد صدارعظم، Jose Luis Rodriguez Zapatero ، او د آلمان صدراعظمي، Angela Merkel، په حسنی مبارک باندي غږ وکړ چي د احتجاج کونکو غوښتونو ته غوږ ونيسي. ميرمن Merkel وویل: « هغو کسانوته چي ديموکراتيک اصلاحات غواړي بايد غوږ ونيول شي. ما د مصر له ولسمشر سره خبري وکړي او له هغه څخه مي وغوښتل چي ديالوګ پيل کړي. په مصر کي بايد يو نوي پيل رامنځ ته شي. هلته بايد يو بدلون رامنځ ته شي.»

آژانسونه/عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري