1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مبارک لا تر اوسه ځان بې ګناه بولي

۱۳۹۰ دی ۸, پنجشنبه

وروسته له درې میاشتو ځنډ څخه د مصر د راپرځول شوي واکمن، حسن مبارک، محاکمې ته دوام ورکړل شو.هغه باندې د اختلاس، اداري فساد او د مصر د ولسي انقلاب په ورځو کې د انسان وژونکو حملو تورونه لګول شوي دي.

https://p.dw.com/p/13bSF
د مبارک د محاکمې پر وخت د محکمې په وړاندې مبارزې روانې وي
د مبارک د محاکمې پر وخت د محکمې په وړاندې مبارزې روانې ويانځور: dapd

دا ځل هم دغه پخوانی ټولواک ولسمشر د ناروغی په بستر کې محکمې ته راوړل شو. د محکمې ودانۍ ته نږدې د مبارک مخالفینو او پلویانو په احتجاج لاس پورې کړ. د هغه مخالفینو وایی چې دا محاکمه هسې یوه ډرامه ده. دوې زیاتوې چې د مبارک باند لا تر اوسه پورې د مصر په قدرت منګولې خښې کړي دي.

د هغوی په مقابل کې د مبارک پلویان هم راټول شوي ول ترڅو له هغه څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. د محاکمی د امنیت د خوندي ساتنې لپاره ۵۰۰۰ پولیس ګمارل شوي ول. په تیرو محاکمو کې د مبارک د پلویانو او مخالفینو ترمنځ اخ و ډبونه رامنځ ته شوي ول.

دري اتیا کلن مبارک د مرګ له سزا سره مخامخ دی. هغه ته د مخالفینو لخوا د زماني د فرعون لقب ورکړل شوی. مبارک پر مصر دیرش کاله حکومت کړی دی او د مخالفینو لخوا یې په ډیرو سختو جرمونو تورن دی.

مبارک اوس له دې انکار کوي چې د ۲۰۱۱ کال په پیل کې د هغه د حکومت پولیسو بی ګناه احتجاج کونکي ټکولي او وژلي دي. د رپوټونو له مخې د مصر په پاڅونونو کې ۸۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د مبارک مدافع وکیل، یاسر عبدالرزاق، خپل مؤکل بې ګناه ګڼي. هغه وایي چې دا محاکمه یوه «توطئه» ده چې په کې د نورو ملامتیا پر دریم سړي اچول کیږي. هغه زیاتوي:

«د لبنان حزب الله، د فلسطین د القسام پوځي ډلګۍ، د سینا صحرا کوچیان، د مصر اخوان المسلین؛ دوی ټول په دې توطئه کې لاس لري. دغو ډلو د مظاهرو په ورځ د پولیسو نقلیه وسیلې پټې کړې او د خلکو په ټولنه باندې وختل. د دې لپاره ثبوت شته.»

هغو شاهدانو چې تر اوسه پورې محکمې ته خپل بیانونه ورکړي مبارک ته برائت ورکړی. د هغو په ډله کې د مصر د اوسني پوځي شورا مشر او د مصر اوسنۍ واکمن، محمد تنطاوی، هم شامل دی. هغه د محکمی په وړاندی وویل:

«مبارک پر مظاهره کونکو باندې د ډزو امر نه دی کړی.»


بل شاهد جنرال سمع حافظ عنان نومیږي چې په پوځي شورا کې دوهم زورواکی دی. د مبارک محاکمه د عامه حضور څخه پرته سرته رسول کیږي. که څه هم د محاکې څارونکو ته د ګډون اجازه شته خو هغوې ته د محاکمې د جزییات د بربندول په صورت کې سختې سزا ګواښ شوی دی.

د برلین د آزاد پوهنتون استاد او د مصر د چارو کارپوه، حمدی العوني، وایي چې په مصر کې لا تر اوسه هم آزاد قضایي سیستم شتون نه لري. هغه زیاتوي:

«ټول پوهیږي چې د دغې محکمې قاضیان د مبارک له خوا نومول شوي دي.»

په قاهره کې د آلمان د فرید ریښ نایمن د مرکز د دفتر د مشر، رونالد مایناردوس، په نظر په محاکمه کې د واکمنو پوځيانو لاس وهنه له ورایه ښکاري.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش