1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده آيالات په افغانستان کې د ناټو د عملياتو د غځولو خبر ورکوي

۱۳۸۵ بهمن ۲۰, جمعه

د امريکا د دفاعي چارو وزير رابرت گيتس د طالبانو په وړاندې په پسرلي کې د ناټو د سختو گذارونو اعلان کړی دی. هغه زياته کړه چې دی باور کوي چې دغه ټلواله به سږ کال د طالبانو په وړاندې جگړه وگټي.

https://p.dw.com/p/DKAr
رابرت گيتس وايي چې د طالبانو په وړاندې جگړه به گټي
رابرت گيتس وايي چې د طالبانو په وړاندې جگړه به گټيانځور: AP
دغه څرگندونې گيتس د ناټو غړيو هېوادونو له سيالو وزيرانو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د هسپانيې په سيويليه ښارگوټي کې وکړې. د ناټو د لوی قوماندان بينس کريدک غوښتنې چې نور عسکر دې افغانستان ته واستول شوي هم د آلمان او هم د نورو اروپايي هېوادونو لخوا رد شوې. د ناټو په مشري ځواکونه اوسمهال 35000 عسکر په اختيار کې لري چې 3000 له دغې ډلې څخه آلماني پوځيان دي.