متحده ایالاتو د اسد پر وینا باندې نیوکې وکړې
۱۳۹۰ دی ۲۱, چهارشنبهاعلان
متحده ایالاتو د سوریې پر جمهور ریس، بشارالاسد، تور لګولی چي په خپل هیواد کي د زورزیاتي د هر ډول مسوولیت اخیستو څخه سرغړونه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ویکتوریا نولند، په واشنګتن کي وویل چي اوس یو وار بیا دا خبره ښکاره سوه چي اسد د دې له پاره یو مناسب سړۍ نه دی چي په سوریه کي دي دیموکراسي پلي کړي.
تر اوسه پورې د زورزیاتي د ختمولو او د اسد د استعفا له پاره ټولي نړیوالې هڅي د ناکامۍ سره مخامخ سوي دي.
د سوریې جمهور، ریس بشارالاسد، پخپلې وروستۍ وینا کي یو وار بیا بهرنیان او ترهګر په خپل هیواد کي د زورزیاتۍ د راوستلو مسؤل وبلل. آلمان د ملګروملتونو د امنیت له شورا څخه غوښتي چي د سوریې په هکله یوه پرېکړه لیک تصویب کړي.