1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ایالات: د اسد رژیم ژر له منځه تلونکی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15l2L

د سوریې د لومړي وزیر ریاض حجاب د مخالفینو سره تر یو ځای کیدو وروسته متحده ایالاتو ویلي دي چې د بشارالاسد د رژيم راپرځیدو ته د گوتو په شمیر ورځې پاتې دي. د حجاب ویاند تیره ورځ وویل چې هغه له مخالفینو سره یو ځای شوی دئ، خو د سوریې رژیم بیا وایي چې حجاب له دندې گوښه کړای شوی دئ.

په عین وخت کې یاغیانو خبر ورکړی دئ چې د یرغمل شوو ایرانیانو څخه د رې تنه د دولت له لوري د بمبارې په ترڅ کې وژل شوي دي. د یوه تازه خبر له مخې چې لږ تر مخه د ایران د دولتي تلویزون له خوا خپور شو په کې ویل شوي دي چې د آیت الله علي خامنایي جگپوړی مرستیال سعید جلیلي په یوه ناڅاپي سفر دمشق ته رسیدلی دئ چې له دغه هیواد له ولسمشر بشارالاسد سره وویني.

جلیلي تیره ورځ په بیروت کې د لبنان د مشرانو سره تر لیدلو وروسته دمشق ته سفر کړي دئ. د ایران د دولتي تلویزون د وینا له مخې د بشارالاسد سره تر لیدنې وروسته به جلیلي یوه مطبوعاتي کنفرانس ته هم وینا وکړي.