1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي ښځینه سرتیرو پر دولت عریضه وکړه

۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبه

د امريکا د پوځ دوو ښځينه سرتیرو په يوې محکمې کي د دفاع د وزارت پر ضد عریضه کړې ده. دغو سرتیرو تور لگولی دئ چي دولت د هغوی حقوق تر پښو لاندې کړی دی.

https://p.dw.com/p/152nh
انځور: AP

د دوو امريکايي ښځينه سرتیرو له خوا دغه حقوقي عریضه د متحده ايالتونو د کولمبيا ايالت په يوه محکمه کي وړاندې سوې ده. په عریضه کي د دفاعي چارو پر وزارت تور لگول سوی دﺉ چي د جنسيت پر اساس له خپلو ښځينه سرتیرو سره له تعصب څخه ډک چلن کوي. په عریضه کي زياته سوې چي د نوموړي وزارت دا پاليسي چي په عملي جگړه کي ښځينه سرتیری په کار نه ګماري، په اصل کي د هغوی د حقونو څخه سرغړاوي او د جنسيت پر اساس ولاړ تبعيض دﺉ.

د عریضې په دلايلو کي د امريکا د متحده ايالتو اساسي قانون ته اشاره سوې ده او ويل سوي دي چي د اساسي قانون له مخي د نر او ښځې حقوق سره برابر دي. د عریضې د متن په وينا له همدې کبله د جنسيت پر اساس ښځينه سرتیرو ته په عملي جگړه کي د ونډې نه ورکولو پاليسۍ د اساسي قانون له خوا له تضمين سوو حقوقو څخه تېری دﺉ. زياته سوې د ه چي د جنسيت پر اساس ښځينه سرتیري د هغو سرتیرو واحدونو او جوړښتونو څخه په قصد سره ليري ساتل کيږي چي په جگړه کي ونډه اخلي.

دغه عریضه په رسمي توگه د امريکا د دفاعي چارو د وزير ليون پنیتا، د پوځ د مشر جان مېک هگ، د لوی درستيز د معين جنرال توماس بوستيک او د پوځ د وزارت د معين توماس لامونت پر ضد د چهار شنبې په ورځ ثبت شوې ده. د ورجينيا د حقوقو د پوهنځي د استاد انه کوغلين، په وينا دا عریضه د خپل ډول لومړۍ عریضه ده چي د ښځينه سرتیرو له خوا محکمې ته وړاندې کیږي.

خورد ضابطي جېن بالدوين او ډگروالې ایلن هارنگ پخپله عریضه کي تور لگولی دﺉ چي د دفاعي چارو د وزارت اوسنۍ پاليسۍ د ښځينه سرتیرو په رتبو کي د لوړېدا او د هغوی د پرمختگ پر وړاندې خنډ رامنځ ته کړی دﺉ. نوموړو میرمنو تور لگولی دﺉ چي د جنسيت پر اساس تبعيض د امريکايي ښځينه سرتیرو د مسلکي پرمختگ تر څنگ د هغوی د تنخواوو د ټيټ پاتې کېدو او د هغه تر څنگ په تقاعد کې د هغوی د تاوان سبب هم گرځي.

په دې عریضه کي د جين بالدوين او ایلن هارنگ د احساساتو د ژوبلېدو خبره هم سوې ده چي د عریضې په وينا وجه ئې له «جنسي تبعيض» څخه اغېزمنه کاري فضا ده.

د اسوشيیتد پریس د راپور په وينا د متحده ايالتو د دفاعي چارو د وزارت وياند تود بریسيليا پر دغه عریضې له تبصره کولو څخه ډه ډه کړې ده خو ويلي ئې دي چې پنیتا په پوځ کي د ښځو مهم رول ته ژمن دئ.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش