1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا دفاع وزیر: ترهگر او د هغوی ملاتړ کونکي تعقیب کیږي

سیرت/ آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آذر ۱۵, شنبه

د متحده ایالاتو د گوښه کیدو په حال کې دفاع وزیر چاک هیگل کابل کې له ولسشمرغنی سره ولیدل او وویل چی وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه به ۱۰۸۰۰ امریکايی سرتیری هلته پاتی شي.

https://p.dw.com/p/1E0IE
د متحده ایالاتو د گوَه کیدو ّه حال کی دفاع وزیر چاک هیگل
د متحده ایالاتو د گوَه کیدو ّه حال کی دفاع وزیر چاک هیگلانځور: Getty Images/M. Wilson

په پام کې دي چې ۲۴ ورځي وروسته په افغانستان کې د متحده ایالاتو اود ناتو جنگی ماموریت پای ته ورسیږي او له دې هیواد سره د نړیوالی ټولنې یو نوی فصل پرانیستل شی. ناتو په نوي ماموریت کې په جنگي عملیاتو کی گډون نه لری، خو متحده ایالاتو ویلی دي چی د هغوي د ځواکونو یوه برخه به القاعده او نورې ترهگری ډلی چی افغان امنیتي ځواکونو ته گواښ پیدا کوي، تعقیب کړي.
د متحده ایالاتو د گوښه کیدو په حال کې د دفاع وزیر په کابل کې وویل چی د دسمبر په پای کې د جنگي سرتیرو له وتلو وروسته به متحده ایالات ۱۰۰۰ نور سرتیری په افغانستان کې وساتي. دا له هغه څخه یو څه زیات دي چی له دې مخکی پلان شوی ؤ.
متحده ایالاتو له دې مخکی اعلان کړی ؤ چې ۹۸۰۰ سرتیری به په افغانستان کې پاتې شي ترڅو افغان امنیتي ځواکونه وروزي، خو اولس مشر بارک اوباما وروسته پریکړه وکړه چې دغه شمیر دې ۱۰۸۰۰ ته لوړ کړای شي.

په کابل کې له افغان ولسشمر محمد اشرف غني سره په یو گډ مطبوعاتي کنفرانس هیگل وویل: « دغه اضافی ۱۰۰۰ سرتیری به د یو څو میاشتو لپاره په افغانستان کی پاتې شي ترڅو د ناتو د ځواکونو کمبود پوره کړی.»

Obama Rede zum Truppenabzug aus Afghanistan 27.05.2014
انځور: Reuters

هغه وویل چې ولسمشر اوباما د پوځي قوماندانانو دغه غوښتنه ومنله. خوهیگل یادونه وکړه چې « د ولسشمر تصمیم به زمونږ د سرتیرو په ماموریت او له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو د مهال ویش په پلان کی کوم بدلون رامنځ ته نه کړي.»

هیگل وویل چې متحده ایالات به د سرتیرو وتلو بیرته په ۲۰۱۵ کال کی پیل کړي څرنگه چې د نوموړي کال تر پایه به ۵۵۰ سرتیری هلته پاتی شی.»

افغانستان باید خپله مسوولیت په غاړه واخلی

چاک هیگل په افغانستان کې په تیرو دیارلس کلونو کې د خپل هیواد ماموریت خطرناک وگاڼه. هغه وویل کومې قربانی چې متحده ایالاتو د افغانستان په جگړه کې ورکړی دي، هغه د دې نښانه ده چی متحده ایالات په افغانستان کې له ثبات سره لیوالتیا لري.
هغه وویل چې تر هغه وخته پورې به «افغان ځواکونه دی توان پیدا کړي چی د خپل هیواد ثبات ټینگ کړي.»
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له چاک هیکل سره په خبري غونډه چې د ارگ په ماڼې کې دایره شوې، وویل: «د ۲۰۱۵ کال د جنوری له لومړې نیټې څخه به د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد بشپړ مسوولیت په غاړه واخلي او دا زمونږ د ویاړ یوه برخه ده. دغه راز د جنوری په لومړې نیټه له متحده ایالاتو سره هم د هغه ستراتیژیک امنیتي تړون له مخې چی د افغانستان پارلمان هغه اوس تصویب کړی دی، نوی مناسبات پیل کیږي.»

Symbolbild USA Irak Truppen
انځور: picture-alliance/dpa/Armin Weigel

ولسمشر وویل چې په ملی اردو کې د اصلاحاتو په موخه ټول هغه جنرالان او پوځي منسوبین چې د سن او جسمی توانمندی له لحاظه نور د خدمت توان نه لری، «تقاعدی ته سوق شي.» هغه وویل چې هڅه به وشی چی د پوځ لپاره نړیوالی مرستی په اغیزمنه توگه ولگولي شي.
په بروکسل کې د ناتو غړو هیوادونو ژمنه کړه چې له افغانستان سره به خپلو پوځي همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي. په پام کې دي چې د افغانسنان د ملي اردو او ملی پولیسو د روزنی لپاره په کال کې تر ۵،۱ ملیارد ډالرو پورې مرسته وشي.