متکي: نړيوالو ځواکونو په افغانستان امنيتي وضع لا ترنگلې کړې ده
۱۳۸۹ تیر ۲۹, سهشنبهاعلان
دغه خبره متکي په کابل کي د نړيوال کنفرانس په وړاندي په داسي حال کي وکړه چي د ده امريکایي سيالي هيلري کلينټن هم حضور درلودی.
منوچهر متکي اضافه کړه چي د ناټو او متحده ايالاتو ځواکونه په دې نه دي بريالي سوي چي طالبانو ته ماته ورکړي، بلکي امنيتي وضع يې لا ترينګلې کړې ده.
متکي د کنفرانس په ترڅ کي داهم وويل: «د بهرنيو ځواکونو په ډېرښت امنيتي وضع خرابيږي او په نژدې راتلونکي کي يو مثبت بدلون نه تر سترګو کيږي.»
متکي زياته کړه چي په يوڅو اونيو کي به په افغانستان کي د لويديځوځواکونو شمېر 150000 سرتېرو څخه واوړي چي دا «په افغاني ټولنه کي د نا امنۍ، تاوتريخوالي او نارضايتۍ» سبب ګرزي.
واشنګټن په تېر وخت کي پر تهران باندي په وار وار تور لګولی و چي ايران په افغانستان کي د اورپکو سره په ټيټه کچه مرستي کوي.
AG/ نسيم صابر
کتونکی. زيارمل