1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متیس: له پاکستان سره د ګډ کار «یوه بله هڅه کوو»

۱۳۹۶ مهر ۱۲, چهارشنبه

د امریکا د دفاع وزیر جمیز متیس ویلي دي چې مخکې له دې چې ولسمشر ترمپ د اسلام آباد له لوري د یاغي ډلو د ادعا شوي ملاتړ په هکله کوم انتخاب وکړي، هیواد به یې «یو بل ځل» له پاکستان سره د افغانستان په هکله د ګډ کار هڅه وکړي.

https://p.dw.com/p/2lAc5
James Mattis
انځور: Picture-alliance/dpa/J. Martin/AP

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو اړیکي خړي شوي دي. په داسې حال کې چې امریکایي چارواکي له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د پاکستان د نقش په هکله پوښتنې کوي، ښایي د متیس څرګندونې د اسلام آباد او د پاکستان د پوځ له پاره د اندیښنې سبب وګرځي.

متیس د سنا مجلس د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ په استماعیه غونډه کې ویلي دي چې دوی دې هڅې ته اړتیا لري چې دغه ستراتیژي له پاکستان سره کار ورکړي. د هغه په خبره «که چیرې زموږ دغه غوره هڅه ناکامیږي نو ولسمشر دې ته چمتو دی چې اړین ګامونه واخلي.»

متیس ویلي دي چې هغه به ډیر ژر اسلام آباد ته سفر وکړي، خو په دې هکله یې نور هیڅ جزئیات ور نه کړل.

کله چې له متیس څخه استازو پوښتنه وکړه چې آیا په انتخابونو کې له پاکستان څخه چې د ناټو تر اتحاد د باندي ستر شریک دی، د دغه دریځ اخیستل شامل دي، نو هغه په ځواب کې وویل چې هو! دی ډاډه دی چې دا کار به وشي.

د سه شنبې په ورځ د سنا په یوه بله استماعیه غونډه کې د متحدو ایالاتو یوه بل جګپوړي پوځي افسر ویلي دي چې هغه په دې باور دی چې د پاکستان استخباراتي اداره (آی اس آی) د یاغیانو له ډلو ټپلو سره اړیکي لري.

د متحدو ایالاتو لوی درستیز جنرال جوزف دانفورد، د سنا د وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته ویلي دي: «ما ته دا روښانه ده چې آی اس آی، له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري.»

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت ویلي دي چې اسلام آباد په تروریزم ضد مبارزې کې برياوي لرلي دي. د سفارت له لوري په خپره شوې بیانيه کې راغلي دي چې تر هغه وخته چې د دغې کچې برابرې بریاوې په افغانستان کې تر لاسه نه شي، په سیمه کې اوږدمهاله سولي ته ښایي له لاس رسي وړاندي وي.

امریکا متحدو ایالاتو په ۲۰۱۲م کال کې په پاکستان کې میشته حقاني شبکه د یوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړه. تر دې یو کال د مخه د متحدو ایالاتو امیر البحر مایک مولن، کانګرس ته ویلي ول چې د حقاني شبکه، د آی اس آی ښی لاس دی.

امریکايي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی به افغانستان ته شا او خوا ۳۵۰۰ اضافي عسکر ولیږي.

دانفورد، ویلي دي چې اوسمهال په افغانستان کې په یوه کال کې د امریکا لګښت ۱۲،۵ میلیارده ډالر دی او په وینا یې نوي ستراتیژي به په کال کې۱،۱ میلیارد ډالره لګښت نور زيات کړي.