1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متیس په افغانستان کې له جان نکلسن څخه ملاتړ څرګند کړی

۱۳۹۶ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له قوماندان څخه ملاتړ کوي. تر دې دمخه داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې ترمپ د هغه لیرې کیدل غوښتل.

https://p.dw.com/p/2iDf4
James Mattis
انځور: Picture-alliance/dpa/J. Martin/AP

د ان بي سي، په نوم تلویزوني شبکې په روانې میلادي میاشتې کې رپوټ ورکړی وو چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د دفاع وزیر جیم متیس او لوی درستیز جوزف دانفور ته ویلي وو چې د جان نکلسن پر ځای بل څوک وټاکي. نکلسن په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان دی.

متیس د پېنتاګون یا د دفاع وزارت خبریالانو ته ویلي دي چې نکلسن د جګړې په ډګر کې د دوی قوماندان دی. هغه زیاته کړې ده: «هغه د ناټو باور له ځانه سره لري. هغه د افغانستان او متحدو ایالاتو باور له ځانه سره لري.»

د متیس په خبره ترمپ «هلته [په افغانستان کې] زموږ د هڅو ټولو اړخونو ته ګوري» چې د سر اعلی قوماندان په توګه د هغه په مسوولیتونو کې راځي.

Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General John Nicholson
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نکلسنانځور: Reuters/R. Gul

کله چې له متیس څخه پوښتنه وشوه چې آیا په خپله پر دنده د نکلسن د پاتې کیدو ملاتړ کوي، نو په ځواب کې یې وویل چې طبعا يې ملاتړ کوي.

په پام کې ده چې دونالد ترمپ په نزدې راتلونکي کې د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړي. متیس په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې دغه ستراتیژي به ډیر ژر اعلان شي. تر دې دمخه ترمپ هم ویلي وو چې د افغانستان په هکله د ستراتیژۍ اعلانولو ته ډیر نزدې یو.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په احتمالي پلان کې د افغانستان کابو ۱۶ کلنې شخړې ته د نورو زرګونو اضافي سرتیرو استول شامل دي او یا د دې برعکس ښایي له افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونه وایستل شي او شخصي پوځي قراردادیانو ته اجازه ورکړل شي چې د نازکه امنیتي وضعیت د څارلو له پاره له افغانانو سره مرسته وکړي.

زموږ د انځورونو له آرشیف څخه: