1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجددي: د ستراتيژيک تړون لاسليکولو ته مجبور يو

۱۳۹۰ آبان ۲۵, چهارشنبه

د لويي جرگې په پرانيستونکې غونډه کي د مشرانو جرگې پخواني مشر حضرت صبغت الله مجددي د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيک تړون لاسليکول يو ضروري کار او مجبوريت وباله.

https://p.dw.com/p/13BQG
«د افغانستان خلک د پاکستان د استخباراتي ادارې «ISI» څخه شکايت لري»
«د افغانستان خلک د پاکستان د استخباراتي ادارې «ISI» څخه شکايت لري»انځور: dapd

هغه تر ولسمشر حامد کرزي وروسته د جرگې برخه والو ته وينا وکړه، چي ډيره برخه يې په افغانستان کي د بهرنيانو پر مداخلو را څرخېده.

« ستراتيژيک تړون که امضا شي که نه، موږ له دې حقيقت څخه سترګي نه شو پټولای چي دا د افغانستان له پاره يو ضرورت دئ. د افغانستان اوسنی وضعيت او بهرنيو مداخلو، دې ته مجبور کړي يو، چي د ځان سره يو مادي او دوهم قدرت ولرو.»

مجددي پر دې خبري تينګار وکړ، چي روانه جرګه يوه مشوره تي جرګه ده او حکومت ته به يوازي مشورې ورکوي. د هغه په وينا د امريکا او افغانستان تر منځ په ستراتيژيک تړون کي لا تر اوسه هم ځيني مسايل پاته دي، چي خبري ورباندي رواني دي.

مجددي د جرګې پر ګډون والو غږ وکړ، چي خپل زړونه پاک کړي او د افغانستان د راتلونکي له پاره افغان حکومت ته مشورې ورکړي.

مجددي چي پر پاکستان د مستقيمو نيوکو له کبله شهرت لري، دلته هم موقع له لاسه ور نه کړه او د پاکستان استخباراتي شبکه «ISI» ئې په افغانستان او سيمه کي د ستونزو اساسي لامل وبلله.

هغه دغه راز د پاکستان پر دولت ږغ وکړ، چي که د دغه هيواد د استخباراتي شبکې مخه و نه نيسي نو افغانستان او سيمي ته به ډير تاوان ورسوي.

«ما لس دولس کاله مخکي پاکستان او نړۍ ته ويل چي د هغوی پاليسۍ غلطي دي. ما ورته وويل، چي دغه پاليسۍ به پاکستان، نړۍ او افغانستان ته زيان ورسوي.»

مجددي چي د جهادي رهبرانو په ډله کي تر ټولو ډير د کرزي څخه ملاتړ کوي، په افغانستان کي د ناامنيو پړه پر پاکستان واچوله او ويې ويل، هغه کسان چي په افغانستان کي بې ګناه کسان وژني له پاکستان او ځينو نورو هيوادونو څخه افغانستان ته راځي.

مجددي دا خبره هم په ډاګه کړه، چي افغانستان د پاکستان له خلکو او حکومت څخه شکايت نه لري، خو د هغه په وينا د افغانستان خلک د پاکستان د استخباراتي ادارې «ISI» څخه شکايت لري، چي د مجددي په وينا په نړۍ کي ئې جنجال رامنځ ته کړی دئ.

د لويي جرګې د پرانستونکو ويناګانو په پای کي، مجددي د دغي جرګې د مشر په توګه وټاکل شو.

دغه جرګه به د پلان له مخي د څلورو ورځو له پاره دوام وکړي، چي موخه ئې د امريکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيک تړون او طالبانو سره د سولي د پروسې په اړه افغان حکومت ته مشورې ورکول دي.

مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل