1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمدي: د جان محمد خان د وژلو دسيسه په پاکستان کي جوړه سوې

۱۳۹۰ تیر ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي ولسي جرگې ته د جان محمد خان د وژلو په اړه معلومات ورکولو کي ويلي، چي د بريد کونکي سره وروستۍ تليفوني اړيکي له پاکستان څخه نيول سوي دي.

https://p.dw.com/p/11zTP
د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي
د کورنيو چارو وزير بسم الله محمديانځور: DW

د کورنيو چارو وزېر سترجنرال بسم الله محمدې نن د ولسي جرګې عمومي غونډي ته بلل سوی ؤ چي د ولسمشر پرسلاکار جان محمد خان باندي د سوي بريد په اړه د جرګې غړو ته مالومات ورکړي.

وړمه شپه د کابل ښار په څلورمه کارته کې دوه بريد کوونکي په قومي چارو کي د ولسمشر سلاکار جان محمد خان کور ته ننوتل، هغه او د ولسي جرګې غړی هاشم وطنوال يې ووژل.

چارواکي وايي چي په دې پيښه کې يو پوليس وژل سوی او ۶ نور ټپيان سوي دي. د کورنيو چارو وزېر بسم الله محمدې د ولسي جرګي عمومي غونډه ته ددې پيښې په اړه د مالوماتو ورکولو پر مهال وويل، چي بريد کوونکي وروستۍ ټيلفوني اړيکې له پاکستان څخه درلودې.

ښاغلی محمدي زياتوي چي بريد کوونکی د وطنوال او جان محمد خان له وژلو وروسته د پولي اخوا يوه کس ته د ټيلفون پر ليکه مبارکي ورکړې او د خپل پلان د برياليتوب خبر يې ورکړ.

محمدي وويل چې بريد کونکي په دې پلمه له نوموړي سره کتلي چي په ارزګان کې يې د جان محمد خان له وراره مطيع الله خان سره کار کاوه او اوس يې له کار څخه ايستلی دی.

مطيع الله خان په ارزګان کې د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ مشري کوي. محمدي وويل چي جان محمد خان له دې امله چي نوموړی بې وزلي دي ۳۰۰۰ افغاني ورکړي وې.

دغه راز، په هېواد کې د وروستيو پيښو د څرنګوالي په اړه د ملي امنيت عمومي رياست مرستيال هم وربلل سوی ؤ او د تړلو دروازو تر شا يې مخورو او لوړ پوړو دولتي شخصيتونو ته د ورپيښ ګواښ په اړه د ولسي جرګې غړو ته مالومات ورکړل.

دا په داسې حال کې د ه چې د ولسمشر وياند وحيد عمر تيره ورځ په يوه خبرې غونډه کي د لوړپوړو دولتي چارواکو او مخورو شخصيتونو وژنه د بهرنيو استخباراتي کړيو کار بللی ؤ.

خو د ولسي جرګې يو شمېر غړو تېره ورځ د پاکستان استخباراتي شبکه په افغانستان کي په وروستيو وژنو کي په لاس لرلو تورنه کړه.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل