1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمدي، پتنګ، خالد د پارلمان له خوا تائید شول

۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبه

ولسي جرگې د شنبې په ورځ د ولسمشر کرزي له خوا نومول شوو دوو تنو وزیرانو او د ملي امنیت رئیس ته د تائید رایې ورکړي. خو یوازې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند حاجي دین محمد، د ولسي جرگې تائید تر لاسه نه کړ.

https://p.dw.com/p/169eH
انځور: DW

د افغانستان د پارلمان ولسي جرگې د شنبې د ورځې د غونډې په پیل کې درو تنو نوماند وزیرانو او د ملي امنیت رئیس خپل کاري پلانونه تشریح کړل او د وکیلانو پوښتنې ئې ځواب کړې. تر هغې وروسته د راې اچونې بهیر پیل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته نوماند غلام مجتبی پتنگ، د ۱۲۹ تائیدي رايو په گټلو سره وتوانید چې د ولسي جرگې تائید تر لاسه کړی. هغه همداراز ۹۲ رد، نهه باطلې او ۱۱ سپینې رایې تر لاسه کړې.

تر هغه وروسته د دفاع وزارت ته نوماند بسم الله محمدي د ۱۲۴ تائیدي رایو په گټلو سره د دفاع د وزیر په توگه وټاکل شو. هغه ته همداراز ۹۸ رد، اته باطلې او ۱۱ سپینې رایې ورکړل شوې.

د ملي امنیت ریاست ته نوماند اسدالله خالد ۱۴۳ تائیدي رایې وگټلې او په دې دنده وگمارل شو. هغه ۷۸ منفي، نهه باطلې او ۱۱ سپینې رایې هم لرلې.

خو یوازینی نوماند وزیر چې و نه توانید د شنبې په ورځ د افغانستان د پارلمان له خوا د تائید رایه تر لاسه کړي حاجي دین محمد وو، چې د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت ته نومول شوی وو. هغه ۱۱۷ مثبتې، ۱۰۸ رد، اته سپینې او اته باطلې رایې گټلې وې.

د تائید شوو وزیرانو پیژندنه

بسم الله محمدي، د کورنيو چارو پخوانی وزير اوس د دفاع وزیر په توگه ټاکل شوی دئ. ښاغلی محمدي په ۱۳۴۰ کال کې په پنجشير کې زېږېدلی دئ. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په ابو حنيفه مدرسه کې کړي دي او په ۱۳۷۴ کال کې له حربي پوهنتون څخه فارغ شوی دئ. هغه مخکې تر دې چي د کورنيو چارو وزير شي د افغانستان د پوځ لوی درستيز وو.

اسدالله خالد په ۱۳۴۸ کال کې د غزني ولايت په ناوه ولسوالۍ کې زېږېدلی دئ. هغه د تاجیکستان په دولتي پوهنتون کې د حقوقو په رشته کې زده کړې کړي دي. هغه د ملي امنيت رياست د پنځمي ادارې رئيس، د غزني او کندهار ولايت والي او د سرحدونو د چارو د وزير په توگه دندې تر سره کړي ده.

غلام مجتبی پتنگ، چې اوس د کورنیو چارو د وزیر په توگه ټاکل شوی دئ، په ۱۳۴۲ کال کې په لوگر ولايت کې زېږېدلی دئ. هغه د ليسانس په درجه د افغانستان د پوليسو له اکاډمۍ څخه فارغ شوی دئ. هغه په وروستيو کلونو کې د تخار ولايت امنيه قوماندان او د کورنيو چارو وزرات د عامه ساتنې ادارې د مرستيال په توگه دندې تر سره کړي دي.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض