1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمدي: په گاونډيو هيوادونو کي زموږ پر ضد پلانونه جوړيږي

۱۳۹۰ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي نن د مشرانو جرگې په غونډه کي وويل، چي د پاکستان په گډون په يو شمېر گاونډيو هيوادونوکي د افغانستان پر ضد پلانونه جوړيږي. هغه د ملي امنيت د رئيس سره يوځای د جرگي پوښتنو ته جوابونه ورکړل.

https://p.dw.com/p/12lTb
د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي
د کورنيو چارو وزير بسم الله محمديانځور: DW

ښاغلي محمدي د ملي امنيت له رئيس رحمت الله نبيل سره يو ځای ددې جرګي عمومي غونډي ته بلل سوي ؤ ، چي په هيواد کي د روان امنيتي وضعيت او د سولي د عالي شورا د پخواني رئيس برهان الدين رباني د وژل کيدو په اړه د سناتورانو پوښتني ځواب کړي.

بسم الله محمدي وايي چي داسي معلومات يي ترلاسه کړي، چي د پاکستان ترڅنګ په يو شمير سيمه ييزو هيوادونو کي هره ورځ په بيلابيلو بڼو ترهګريز پلانونه جوړيږي او په افغانستان کي يي د پلي کيدو هڅي رواني دي.

دي وايي دغه پلانونه دومره لوی دي، چي د افغانستان امنيتي ارګانونه يي په يوازي سر نه شي شنډولای.

« د افغانستان دښمنان هڅه کوي، چي افغانان هره ورځ د وير پر ټغر کښېنوي همدا اوس اطلاع لرو چي په پاکستان او سيمي هيوادونو کي د افغانستان پر ضد دسيسي جوړيږي، دا داسي دسيسي دي، چي پوليس او اردو يې نه شي شنډولای.»

په همدي حال کي د ملي امنيت رئيس رحمت الله نبيل هم يو ځل بيا د پاکستان څارګره اداره يا آی ايس آی تورنه کړه، چي د افغانستان د مخورو شخصيتونو په وژنه کي لاس لري.

« د افغان مخورو شخصيتونو وژنه د نن خبره نه ده، بلکي د پاکستان څارګري ادارې يا آی ايس آی ددې له پاره منظم پلانونه له ډير پخوا څخه تر لاس لاندي لري.»

د نبيل په وينا د استاد برهان الدين رباني د وژل کيدو په اړه يې پاکستان ته کره اسناد ليږلي خو تراوسه ددغه هيواد له لوري کوم جواب نه دی ورکړل سوی.

له بل پلوه د مشرانو جرګې يو شمير غړو د افغانستان په دارو کي د بهرنيو استخباراتي کړيو د جاسوسانو له شتون څخه انديښنه وښوده او غوښتنه يي وکړه چي حکومت دي په دي برخه کره څيړني وکړي.

ددي جرګي غړي نثار احمد حارث وويل چي ولسمشر هم په دې برخه کي د هيواد ملي امنيت ته امر کړي چي د افغانستان په ادارو کي دي د بهرنيو څارګرو ادارو د لاسپوڅو په اړه مالومات راغونډ کړي.

دغه څرګندوني وروسته له هغي کيږي چي پاکستان د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کهر د برهان الدين رباني په وژنه کي د پاکستان هرډول لاس لرل رد کړيدي.

ددغه وزارت وياندي پرون رسنيو ته ويلي، چي د استاد رباني وژني په اړه دوي ته سپارل شوي اسناد ناسم دي.

رضوان / کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل