محمد شهزاد په جنوري میاشت کې لوبو ته ستنیږي | لوبي | DW | 07.12.2017

لوبي

محمد شهزاد په جنوري میاشت کې لوبو ته ستنیږي

د کرکیټ نړیوالې شورا افغان ویکټ ساتونکی او بیټسمن محمد شهزاد، د ممنوعه درملو د کارولو له کبله ۱۲میاشتي د کرکیټ له هر ډول فعالیت څخه منع کړی وو. دغه نیټه د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۶ نیټه پای ته رسیږي.

Cricket Afghanistan gegen Australien 25.08.2012 (DW)

۲۹ کلن محمد شهزاد د روان میلادي کال په جنورۍ میاشتې کې هغه مهال له لوبو څخه منع شو چې د ممنوعه درملو د کارولو نتیجه یې مثبته وه. دغه دارو چې کلین بوټریول، نومیږي د دوپنیک ضد نړیوال سازمان د ممنوعه درملو په لیست کې راځي. په دوبۍ کې د شهزاد معایناتو ښوولې وه چې هغه ممنوعه درمل کارولي وو.

پرهغه باندې لګول شوی بندیز د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ له ۱۷مې نیټې څخه د راتلونکي کال د جنورۍ تر۱۶ نیټې دوام کوي. شهزا محمدي به وکولای شي چې د جنورۍ له ۱۷ نیټې څخه بیرته د کرکیټ لوبو ته ستون شي.

محمد شهزاد له لوري د کرکیټ نړیوالې شورا ته وړاندې شوي شواهد ډاډ ورکړی، چې هغه دغه منع کړی شوي درمل په قصدي توګه نه دي کارولي. محمد شهزاد د دغې شورا له قواعدو څخه سرغړونه منلې ده. د پریکړې په ترڅ کې آی سي سي دا منلې ده چې محمد شهزاد په قصدي توګه دغه ممنوعه درمل نه دي کارولي.

د افغانستان د کرکیټ بورډ عمومي رئیس عاطف مشعل، کرکیټ ته د محمد شهزاد د بیرته ورګرځیدو په هکله خوښي ښوولې ده. د کرکیټ بورډ د فیسبوک پر رسمې پاڼه د عاطف مشعل له قوله لیکل شوي دي: «موږ ډیر خوښ یو چې شهزاد محمدي، به راتلونکي کال کې بیرته کرکیټ ته ورستون شي. هغه د خپل استعداد او په زړه پورې کرکیټ له امله ډیر مینه وال لري.»

د عاطف مشعل په خبره دا کار د کرکیټ نورو لوبغاړو ته هم یو خبرداری دی چې پر دې پوهه شي چې د منع شوو درملو کارول جدي پایلي لري.

د محمد شهزاد ډیری مینه والو به د ټولنیزو شبکو له لاري د هغه د قضیې په تړاو تل پوښتنې کولې. محمد شهزاد تر اوسه په ۵۸ یو ورځنیو او ۵۸ شل اوریزه سیالیو کې ونډه لرلې ده.

د دسمبر له پنځمې نیټې څخه په شارجه کې د افغانستان او آیرلنډ تر منځ د کرکیټ درې یو ورځنې لوبې تر سره کیږي. لومړۍ چې د دسمبر میاشتې په پنځمه نیټه وه افغانستان په لوی توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه. دوهم لوبه د دسمبر په اوومه ده چې لومړی بیټنګ آیرلنډ وکړ او افغانستان ته یې د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.

AG(S.R/N.Z)

Albanian Shqip

Amharic አማርኛ

Arabic العربية

Bengali বাংলা

Bosnian B/H/S

Bulgarian Български

Chinese (Simplified) 简

Chinese (Traditional) 繁

Croatian Hrvatski

Dari دری

English English

French Français

German Deutsch

Greek Ελληνικά

Hausa Hausa

Hindi हिन्दी

Indonesian Bahasa Indonesia

Kiswahili Kiswahili

Macedonian Македонски

Pashto پښتو

Persian فارسی

Polish Polski

Portuguese Português para África

Portuguese Português do Brasil

Romanian Română

Russian Русский

Serbian Српски/Srpski

Spanish Español

Turkish Türkçe

Ukrainian Українська

Urdu اردو