1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له محمد علي سره د احساساتو ډکه مخه ښه وشوه

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۲۲, شنبه

په لسګونو زرو انسانانو په لويسويل ښار کې د وير په مراسمو کې ګډون او له محمد علي سره يې خدای پاماني وکړه. خو په ۳۰۰ راغلو ځانګړو او نامتو مېلمنو کې د يوه سړي چوکۍ خالي وه.

https://p.dw.com/p/1J4lS
USA Beerdigung von Muhammad Ali in Louisville, Kentucky
انځور: Getty Images/T. Wright

د محمد ولي په وياړ د رابلل شوو مراسمو په ترڅ کې د هغه استوګنې په اصلي ښار لويسويل کې د امريکا د متحده آيالاتو پخواني ولسمشر، بيل کينټن، د سوک وهنې د ډګر د اتل ټينګ عزم په ياد راوست. کلينټن د يوم سنټر د ستيج په سر وويل: «نوموړي په ځوانۍ کې پرېکړه وکړه چې د خپل ژوند کيسه به دی خپله ليکي. ده نه غوښتل نورو ته سر ټيټ کړي.»کلينټن د نړۍ د بېلابېلو اديانو له استازو وروسته خپله وينا واوروله. د وير د دغو دوو ورځنيو مراسمو په پای کې يې علي د څه باندې ۱۵ زرو ګډونوالو په حضور کې په دغو ټکو وستايه. هغه د کلينټن په خبره « يو تکړه سړی وو. هغه د ټول بشر له پاره کار کاوه او نظر يې ټولو ته پرانيستی وو.» دغه خبره ۶۹ کلن کلينټن په داسې حال کې وکړه چې د متحده آيالاتو او د المپيک د بيرغونو تر منځ ولاړ وو.د علي کونډې او څلورمې او وروستۍ مېرمن، لوني، وويل: «محمد علي خپله ښه پوهېد چې په کومه لاره بايد پل کښېږدي. هغه هيڅکله له ستونزو نه وو تښتېدلی. محمد هيله له لاسه نه ورکوله او په تفاهم يې باور درلود. هغه په ټولو اديانو کې د حقيقت څرک ليده.» د محمد علي لور، مريم، د «مننه، ګرانه پلاره» په نوم يو شعر وړاندې کړ. په دغو درې ساعته مراسمو کې چې د مازديګر پر مهال د لويسويل په مرکز کې رابلل شوي ول، نندارچيانو وار په وار د «علي» شعارونه ورکول. تقريبا ۳۰۰ نامتو کسان د اوهايو سيند تر غاړې پراته تالار کې سره راغونډ شوي ول، چې د هغوی په منځ کې فلمي ستوري لکه بيلي کريسټل او ارنولد شوارڅنېګر هم راتلل.د متحده آيالاتو ولسمشر بارک اوباما معذرت غوښتی وو ځکه چې نوموړي د خپلې مشرې لور، ملايا، د مکتب په فراغت کې ګډون کړی وو. د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، له خپل ګډون څخه لږ وړاندې په شا شوی وو. د ترکيې د خبري اژانس دوګان د معلوماتو له مخې دغه کار په دې پورې اړه لري چې د اردوغان د خوښې سره سم ورته اجازه ورنه کړل شوه چې د قران شريف څخه قرائت وکړي. د ۷۴ کالو په عمر وفات شوی محمد علي، د وير له مراسمو مخکې، د خپلې کورنۍ په حضور کې خاورو ته سپارل شوی وو. له دې وړاندې د وير يو ۳۰ کيلومتره اوږد کاروان د لويسويل د مرکز څخه تېر شوی وو.د جنازې کاروان له شلو ليموزين موټرو څخه متشکل وو چې پکښې د محمد علي د ماشومانو او لمسيانو تر څنګ مشهور کسان هم ناست ول، چې وروسته يې په هديره کې د ده تابوت ته اوږه ورکوله. د هغوی په جمله کې فلمي لوبغاړی، ويل سميت، راتلی، چې د علي نقش يې په خپل مشهور فلم «علي» کې لوبولی وو. له هغه سره د سوک وهنې د نړۍ د دروند وزن لرونکي نړيوال اتلان، لېنوکس لويس او مايک ټايزن هم مل ول.د پنجشنبې په ورځ آن په زرګونو انسانانو د اسلامي مراسمو په چوکاټ کې له علي سره مخه ښه کړې وه. علي په ځوانۍ کې اسلام قبول کړی وو او خپل پخوانی نوم، کېشيس کلې، يې په محمد علي بدل کړی وو. دغه ګام په هغه وخت کې د امريکا په متحده آيالاتو کې له تعجب سره مخامخ شوی وو. علي تېره جمعه د بدن د مختلفو غړو د له کاره لوېدلو سره د فوېنيکس ښار په يوه روغتون کې د ۷۴ کالو په عمر مړ شوی وو. علي چې د «ستر علي» لقب يې خپل کړی وو، په ۱۹۸۴ م کال کې د پارکينسون په ناروغۍ اخته شوی وو.

په ۱۹۶۵ کال د د محمد علي هغه انځور چي په لومړي راونډ کي يې خپل سيال سوک وهونکی سوني ليستون ناک آوټ کړ
په ۱۹۶۵ کال د د محمد علي هغه انځور چي په لومړي راونډ کي يې خپل سيال سوک وهونکی سوني ليستون ناک آوټ کړانځور: Neil Leifer
د سړک پر غاړه په زرهاؤ انسانان ولاړ ول، کله چي د محمد علي کلې جنازه تېرېدله
د سړک پر غاړه په زرهاؤ انسانان ولاړ ول، کله چي د محمد علي کلې جنازه تېرېدلهانځور: Reuters/L. Nicholson
مايک ټايسن، لېنوک لوېويس، ويل سمت او نور نامتو کسان هم حاضر ول
مايک ټايسن، لېنوک لوېويس، ويل سمت او نور نامتو کسان هم حاضر ولانځور: Getty Images/A.P. Bernstein
د «ستر» علي کونډه لوني علي
د «ستر» علي کونډه لوني عليانځور: Getty Images/AFP/M.B. Thomas
د امريکا د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر بل کلنټن د وينا پر وخت
د امريکا د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر بل کلنټن د وينا پر وختانځور: Reuters/L. Jackson