1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمود عباس: موږ د م.م. څخه د فلسطيني رياست په قيام کي مرسته غوښتلای سو.

۱۳۸۹ آبان ۸, شنبه

محمود عباس د منځني ختيځ د سولو د خبرو په نه پرمختگ نارضه دی. نوموړي په خپلو وروستيو څرگندونو کي د يوازي گام پورته کولو گواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/PubF
فلسطينی ولسمشر محمود عباسانځور: AP

عباس د 7 امکاناتو په هکله خبري کولې خو يوازي درې يې په گوته کړه:

« لومړۍ امکان دا دی چي اسرائيل د ميشتځايونو جوړول بند کړي او په مستقيمه توگه د خبرو و مېز ته را وگرځي. د هغه وروسته يو امکان دا کېدلای سي چي د امریکا د متحده ايالتونو څخه هيله وسي چي په شخړيزو موضوعاتو کي خپل دريځ څرگند کړي. د بيلگي په توگه د يوه خپلواک فلسطيني رياست د موجوديت په هکله. ياني د متحده ايالتونو څخه بايد هيله وسي چي دغه رياست د 1967 م مېلادي کال د پولو سره په رسميت وپېژني. يو بل امکان هم سته. هغه دا چي موږ د دغه وړانديز سره د ملگرو ملتونو د امنيت و شورا ته مراجعه وکړو.»

پدې توگه سره محمود عباس گواښ وکړی چي د اسرائيل سره خبري به ودروي او د نړۍ والو په مرسته به د فلسطيني رياست د رامنځ ته کولو هڅه وکړي. د فلسطين لومړي وزير سلام فياض هم څو واري تر مخه دغه ته ورته ارادې څرگندې کړي وې. فلسطينيانو غوښتل چي د راتلونکي مېلادي کال په اگست مياشته کي د فلسطين آزادي اعلان کړي. د ضرورت په وخت کي بېله د اسرائيل د تفاهمه.

فلسطينيان پداسي حال کي د انفرادي اقدام گواښونه کوي چي اسرائيل تر يوې کچې پوري د غرب اُردن په سيمه کي د مېشتځايونو د جوړونې بنديز بېرته ليري کړی دی. د اسرائيلي ورځپاڼو په وينا بينيامين نيتنياهو کوښښ کوي چي د مېشتځايونو پر جوړونې د نوؤ بنديزونو رامنځ ته کول ممکنه کړي. خو نوموړی تر اوسه پوري په خپل ښه لاسي ائيتلاف کي د ملاتړ په موندنه کي پاته راغلی دی.

د نيتنياهو په آند د فلسطينيانو سره د خبرو اترو پرته بله لاره نسته. خو نيتنياهو د عباس دا وړانديز چي د نړۍ والو په مرسته به د فلسطيني رياست د رامنځ کولو کوښښ وکړي رد کړی:

Benjamin Netanyahu
د اسرائيل لومړی وزير بنيامين نيتنياهوانځور: AP

« موږ د فلسطينيانو څخه دا غوښتنه لرو چي خپل مسؤليتونو پر ځای کړي او په مستقيمه توگه خبري اتري راسره وکړي. زه فکر کوم چي بله هر ډول هغه هڅه چي د خبرو پرته او د نړۍ والو مرسته غوښتنه د حقيقت ليدنې څخه ليري کار به وي. دغسي يو کار به د اصلي سياسي پرمتختگ لپاره هيڅ مانا ونه لري.»

نيتنياهو پر متحده ايالتونو او پر خپلو اروپايي ټلوالو ږغ وکړی چي د فلسطينيانو په دغو پلانونو کي ورسره ملگري ونه کړي. نوموړي وويل چي دی د متحده ايالتونو او اروپايانو څخه دا غوښتنه کوي چي و فلسطينيانو ته دا څرگنده کړي چي د ملگرو ملتونو له لاري او په يوازي گام اخيستنه کي به د هغوی ملاتړ ونه کړي او دا چي دا د منلو وړنده. نوموړي پر فلسطينيانو ږغ وکړی چي بېله مخکنيو شرايطو د خبرو مېز ته را وگرځي.

د مېشتځايونو پر سر شخړه د هر ډول سولو د خبرو په وړاندي خنډ گرځي. د مصر حکومت هم پدې هکله د يوه جوړجاړي په رامنځ ته کولو کي ناکامه سوی دی. په واشنگټن کي د متحده ايالتونو د حکومت او د اسرائيلي هيئت مشر ييتږاک مولچو هم کومه نتيجه ورنه کړله.

ليکونکی: اېنگل بريخت

ژباړونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري