1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: امريکا ته پر سفر پريکړه ناسمه ده

۱۳۹۵ بهمن ۲۲, جمعه

د دونلد ترمپ له خوا دغه هیواد ته د اوو هیوادونو د اتباعو پر سفر د بندیز پریکړه لا اوس نه شي تطبیقیدای. په سان فرانسیسکو کې د مرافع محکمې د سیاتل د ابتدايي محکمې پریکړه تائید کړه، چې د ترمپ د دغه فرمان مخه یې نیولې وه.

https://p.dw.com/p/2XIxp
USA 9th Circuit Court of Appeals in San Francisco
انځور: Getty Images/J. Sullivan

دا د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونلد ترمپ او د ترمپ د هغه شخړه ایز فرمان له پاره ستره ماتې انگیرل کیږي چې له اوو اکثریتي مسلمانو هیوادونو اتباعو باندي دغه هیواد پر سفر یې مؤقتي بندیز لگولی وو.

په سان فرانسیسکو کې د مرافع محکمې د حکومت هغه یوه غوښتنه رد کړه چې پر ویزو باندي لگول شوي بندیز د تطبیقیدو غوښتنه پکښې شوې وه. په دې هکله درو قاضیانو په یوه خوله پریکړه وکړه. د محکمې په ۲۹ مخیزه پریکړه کې ویل شوي دي چې حکومت دا خبره په اثبات و نه رسوله چې په مؤقتي توگه د ابتدایي محکمې له لوري د ترمپ د فرمان ځنډولو پریکړه به «نه جبرایدونکی زیان» واړوي. محکمې کابو د دغه فرمان پر ضد د عریضه کوونکو دلایل تعقیب کړل.

«د واشنگټن ایالت او ټول هیواد له پاره یوه بریا»

د متحدو ایالاتو د واشنگټن او منېسوتا ایالتونه د ترمپ د سفري بندیز فرمان سره د خپلو ایالتونو له پاره تاوان ویني. پر دې سربیره هغوی دغه فرمان کې د توپيري چلن، د اوسیدونکو د حقوقو څخه سرغړونه او د کورنیو له یو بل سره د پاشل کیدو خبره کوي. دغه څه هغوی د سه شنبې په ورځ په سان فرانسیسکو کې په مرافع محکمه کې د استماعیه غونډه پر مهال مطرح کړل. د واشنگټن ایالت گورنر ویلي دي چې د محکمې دغه پریکړه «د واشنگټن ایالت او ټول هیواد له پاره یوه بریا ده.»

خبره وروستۍ محکمې ته پاته شوه

ښایي اوس دغه قضیه د امریکا متحدو ایالاتو ستره محکمه بوخته کړي. لږ تر لږه د محکمې د دغې پریکړي تر څرگندیدو لږ وروسته ترمپ د خپل ټویټر په پیغام کې دغسې یو هوډ څرگند کړی دی: «موږ به په ستره محکمه کې سره وگورو، زموږ د هیواد امنیت له خطره سره مخامخ دی!»

په سپینه ماڼۍ کې د خبریالایانو په وینا ترمپ ویلي دي چې د کلیفورنیا د قاضيانو پریکړه «سیاسي» انگیزه لري.

دونلد ترمپ د جنورۍ میاشتې پر ۲۷مه نېټه یو فرمان صادر کړ چې د ترهگریزو خطرونو څخه د خوندیتوب په موخه متحدو ایالاتو ته یې د اوو هیوادونو چې اکثره اوسیدونکو یې مسلمانان ول پر اتباعو او همداشان مهاجرو پر سفر مؤقتي بندیز ولگاوه.

نور مطالب: