1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: د سوریې مهاجر په آلمان کې د محافظت مستحق دي

۱۳۹۵ آبان ۱۰, دوشنبه

د آلمان د نارد راین ویستفالن، ایالت یوې محکمې پریکړه وکړه چې سوريايي مهاجر په دې هیواد کې د پناه مستحق دي، ځکه د محکمې په نظر د سوریی هر مهاجر له خپلې پناه غوښتنې سره د بشارلاسد د رژیم په مخالفت کې واقع کیږي.

https://p.dw.com/p/2RxEj
Griechenland Ankunft Syrische Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris

د آلمان د نارد راین وستفالن ایالت د یوې محکمې د پریکړې له مخې هر سوریایې مهاجر په آلمان کې د پناه ترلاسه کولو مستحق ګرځي. د محکمې په خبره کله چې یو سوریایې په آلمان کې پناهندګي ورکوي، په سوریه تر تعقیب لاندی نیول کیږي او د رژیم د دښمن په سترګه ورته کتل کیږي.

که څه هم د دې پریکړې په وړاندی د مرافعې اجازه شوې، خو د محکمې له دې پریکړې سره د آلمان حکومت دې ته اړ ایستل کیږي چې د هر سوریايی مهاجر پر دوسیې باندې د سیاسي پناه غوښتنې د قانون له مخې غور وکړي.

مخکې تر دې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې به د ژنیف کنوانسیون له مخې په عمومي ډول د سوریایې مهاجرو د پناغوښتنې غوښتنلیکونه قبلول، خو په اوس وخت کې په دغه هیواد کې د روانې کورنۍ جګړې له امله دوی ته یوازې د لنډې مودې حفاظت یا موقتي ویزه ورکول کیږي. یوازې د آلمان په ادارې محکمه کې په اړه تر ۷۰۰ ډیر شکایتونه موجود دي.  

د نومونې په ډول: مهاجر ګټونکي دي

د لومړي ځل له پاره د نمونې په شکل دغه محکمه دایره شوې. محکمې د خپلې دغې پریکړې په استدلال کې ویلي دي چې له آلمان څخه ټول بیرته ستنیدونکي سوریایې مهاجر چې په آلمان کې یې د پناهندګۍ غوښتنه کړی باید په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له خوا له سیاسي تعقیب سره پر مخامخ کیدو حساب وکړي.

محکمې زیاته کړې په قوي احتمال سره دوی تر تحقیق او شکنجې لاندی نیول کیږي، تر څو د خپل مهاجرت دلیل او د تبعید شوې ټولنې په هکله ممکنه معلومات وړاندی کړي. د محکمې په خبره د دې کار یو دلیل دا هم دی چې د اسد رژیم په لویدیځ اروپایې هیوادونو کې پناه غوښتونکي هر یو سوریایې کډوال ته د رژیم د مخالف په سترګه ګوري.

د محکمې د پریکړې پر بنسټ دا چې یو سوریایې مهاجر په قانوني یا غیرقانوني لاره آلمان ته راغلی وي، کوم رول نه لري. د محکمې د دغې پریکړې پر ضد کیدای شي د استیناف غوښتنه وشي.