1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مخدره توکي شوي پرمختگونه له منځه وړای شي»

۱۳۹۱ آذر ۱۱, شنبه

دیني عالمان او حکومتي چارواکي وايي چې مخدره توکي کولای شي افغانستان کې شوي پرمختګونه له خاورو سره خاورې کړي. دا څرگندونې په کابل کې د یوې غونډې پر وخت شوي دي.

https://p.dw.com/p/16u2S
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل، دغه وینا له یو شمیر دیني عالمانو سره په یوه ګډه جوړه شوي غونډه کې پرون «جمعه د ۲۰۱۲م کال د نومبر د میاشتې دیرشمه» په کابل کې وکړه.

د افغان حکومت شمیري ښيي چې شاوخوا یو ملیون کسان د ملک دننه په مخدره توکو روږدي دي او دغه شمیره د هرې ورځ په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده. له دغې ډلي په نشه یې داروګانو روږدي ډیری کسان په کابل کې اوسیږي.

ضرار احمد مقبل ټینګار کوي، هغه کوکنار چې په افغانستان کې کرل کیږي په لومړي سر کې یې زیان افغانانو ته رسیږي او بیا د سیمې او نړۍ په کچه ګواښونه رامنځ ته کوي.

افغان وزیر وایی که دیني عالمان د مخدره توکو پر ضد تبلیغاتي کمپاین کې برخه وانخلي د دوی هلې ځلې به بي ګټي وي:

«زمونږ هیواد به د مخدره توکو له لاسه له مینځه ولاړ شي، اسلامي ټولنه به هم زیانمنه کړي. زمونږ روښانه پیغام دا دی چې ملا امامان د خپلو جوماتونو له لارې خلکو ته تبلیغ وکړي او د مخدره توکو د زیانونو په اړه هغوی خبر کړي.»

د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې داروپا په بازارونو کې د یو کیلوګرام هیروینو بیه یو سل او پنځوس زره امریکايي ډالرو ته رسیږي او له دغه کاروبار څخه په کال کې اویا ملیارده ډالر د بیلا بیلو کړیو لاس ته لویږي.

خو یو شمیر دیني عالمان بیا حکومت پر دې تورنوي چې ګواکي د مخدره توکو د کرکیلي او کاروبار په مخنیوي کې پاتې راغلی او هغه پلانونه چې یې په تیرو کلونو کې پلي کړي بي ګټي ثابت شوي دي.

د افغانستان د عالمانو شورا غړی شهزاده شاهد، وایې تر هر څه دمخه باید د کوکنارو د قاچاق مخه ونیول شي ځکه همدا قاچاقبر دی چې هم افغان بزګر د کوکنارو کرلو ته اړ باسي او هم دغه وژونکي توکي نړیوالو بازارونو ته رسوي:

«که د قاچاق مخه و نه نیوله شوه، که زراعت یي دلته کیږي نو په قاچاق کې یې نړیواله ټولنه هم راسره شریکه ده، همدا قاچاقبران دي چې دا مواد نړیوالو بازارونو ته رسوي، هیڅ وخت یو قاچاق وړونکی و نه نیول شو او خلکو ته و نه ښودل شو، ملک ته ډول ډول مسکرات را روان دي، که هغه شراب دي که نور الکولي مشروبات، زمونږ عدلي او قضايي ارګانونه، زمونږ پولیس او څارنوالۍ په دغه برخه کې جدي پاملرنه نه ده کړي.»

افغان حکومت له تیر یو کال راهیسي د یو شمیر هغو قاچاقبرو د نیولو خبري کوي کوم چې ویل کیږي د ملک په شمال، ختیځ او سویل کې د دغو توکو مهم کاروباریان ول. خو خلک په دغه برخه کې شوي پرمختګونه د بسنې وړ نه بولي.

کابل/ میرویس جلالزی
کتونکی: سید ریاض