1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مدني ټولنې: ټاکنې باید پر خپل وخت تر سره شي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۳۰, پنجشنبه

په کابل کې تر پنځوسو زیاتو مدني نهادونو د شفافو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د تر سره کولو او په هغې کې د ښځو پراخې ونډې غوښتنه وکړه. هغوی له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کي د ګډون له پاره د رایې اچونې کارتونه واخلي.

https://p.dw.com/p/18tXN
انځور: AP


مدني ټولنو له پارلمان او حکومت څخه وغوښتل چې د ټاکنو د تصویب قانون او د ټاکنو د کمېسیون د صلاحیتونو د تشکیل پر قانون باندي ژر کار وکړي، چي ټاکنې د همدغو قوانینو له مخې تر سره شي.

د افغانستان د مدني ټولنې غړي نعیم ایوب زاده، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د جون شلمه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ په ټاکلي وخت کي د ټاکنو د تر سره کیدو غوښتونکي یو. ټاکنې باید د نوي قانون پر اساس تر سره شي.»

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو ټاکنې به د ۱۳۹۳لمریز کال د حمل د میاشتې پر ۱۶مه نیټه تر سره شي.

دغو مدني ټولنو همداشان د افغانستان له خلکو څخه وغوښتل چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکني په بهیر کې پوره ونډه واخلي، تر څو وتوانیږي د راتلونکي کال په ټاکنو کې د افغانستان له پاره ښه مشر وټاکي.

په ټاکنو کې د ښځو پر حضور باندي ټينګار

دغو نهادونه وویل چې لږ تر لږه د ولایتي شورا ګانو ۲۵ سلنه چوکۍ باید په ښځو پوري اړه ولري. د حمیرا حقمل په نوم یوې تنې مدني فعالې دویچه ویله ته وویل چې افغان ښځې په ټاکنو کې د ګډون په اړه له بیلا بیلو ننګونو سره مخامخ دي.

دغې فعالې زیاته کړې چې د ټاکنو په څو دورو کې د ښځو د رایې اچونې له کارتونو څخه سو استفاده شوې ده: «په ډیر شمیر مواردو کې کارتونه د ښځو په نوم اخیستل کیږي. او ځیني وخت هغه کارتونه چې د ښځو په نوم اخیستل کیږي، په هغه نوم ښځې نه وي او دغه کارتونه د هغو خلکو لاسونو ته ورځي چې د نفوذ خاوندان دي.»

مېرمن حقمل انديښنه څرګنده کړه چې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د رایې اچونې کارتونه د کلي د ملک، خان او بانفوذه خلکو په اختیار کې وي.

هغې وویل چې د ټاکنو په تیرو دورو کې ځیني زورواکو د ښځو د رایې اچونې په یوه مرکز کې په زوره خلل رامنځ ته کړی، دروازې یې تړلي او د تقلبي کارتونو په واسطه یې خپله صندوقونه ډک کړي دي.

میرمن حقمل زیاته کړه چې د افغانستان د ټاکنو کمیسیون باید د شفافو ټاکنو د تر سره کولو له پاره ډیرې هلې ځلې وکړي، که نه نو کيدای شي چي خلک په ټاکنو کې ګډون ته حاضر نه شي. هغې وویل چې تقلب، د ټاکنو د کمیسیون له کارکوونکو څخه پیلیږي او هغوی پخپله د غیر شفافو ټاکنو د تر سره کیدو زمینه برابروي.

خو د ټاکنو د کمیسیون مسئولین وایي چې د شفافو او روڼو ټاکنو د تر سره کولو له پاره به خپل ټول توان په کار واچوي.

د ټاکنو د کمیسیون د دارلانشا رئیس ضیا الحق امر خیل په دغه خبري غونډه کې وویل، هغه شمیر کارکوونکي چې په تیرو ټاکنو کې یې په تقلب کې لاس درلود، نه شي کولای یو ځل بیا د ټاکنو د کمیسیون د کار کوونکي په توګه کار وکړي.