1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کلیساو کې د پناه غوښتنې د عدلې تعقیب د دریدو غوښتنه

۱۳۹۷ فروردین ۲۷, دوشنبه

د کليسايي پناه غوښتونکو مرستندويانود بايرن ايالت له قضايي چارواکو څخه غوښتي چې په کلیساو کې د پناه غوښتنې موضوع قانوني تعقيب دې ودروي. کشيشان او مذهبي مرستندويان، پناه غوښتونکو ته د غيرقانوني اقامو پر ورکړې تورن دي.

https://p.dw.com/p/2w704
Kirchenasyl
مهاجر په کليسا کې - آرشيفانځور: Imago/C. Mang

د آلمان په بايرن ايالت کې ۱۴۰ تنو هغو کسانو چې په کليساو کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د کارونو په هلکه تحقيقات کوي، د يوې اعلامېې په خپرولو سره د دغه ایالت له عدلي ادارو څخه وغوښتل چې په کليساګانو کې د پناه غوښتنې قانوني تعقيب ته د پاي ټکی کيږدي.

په دغې اعلاميه کې له قضايي ادارو څخه غوښتل شوي دي چې «په کليساګانو کې باید د مهاجرو پر ضد هيڅ ډول جزايي بهير پیل نه شي. همدا ډول د اصلي او داوطلبه کارکونکو خلاف ټولې دوسېې، او د مهاجرو خلاف قانوني تعقيب دې ژر تر ژره او پرته له کوم شرطه ودرول شي.»

دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کيږي چې کشيشان او مذهبي مرستندويان، پناه غوښتونکو ته د غيرقانوني اقامو پر ورکړې تورن دي. په همدې دليل په بايرن ايالت کې د مهاجرو خلاف د قانوني تعقيب مسئله په لاره اچول شوې ده.

«کليسايي پناه غوښتنه غيرقانوني نه ده»

د کاتوليکانو او پروتيستانو کليساو د عدلي تعقيب پر مسئلې نيوکه کړې. کشيشان وايي چې په کليساو کې پناه غوښتنه د قانون خلاف نه ده، بلکه يو ډول امکانات برابروي چې په مرسته يې کيدای شي سختې دوسيې يو ځل بيا له سره وڅيړل شي.

د بايرن ايالت پخواني لومړی وزير هورست زيهوفر، چې اوس د آلمان د کورنيو چارو وزير دی د تير کال په اګست مياشتې کې پر عدلي اداراتو پر دې دليل چې په دې برخه کې «شديد اقدامات» نه کوي نيوکه کړې وه.

په آلمان کې اوس مهال په کليساو کې د پناه غوښتنه، له هغه وخته چې په کال ۱۹۸۳ کې نوي کليسايي حقوق وضع شول، رسميت نه لري. په همدې دليل که چيرې نن په فدرالي آلمان کې د کليسا یو استازی یو مهاجر ته پناه ورکوي، له حقوقي لحاظه يې د هیواد له معتبرو قوانينو څخه سرغړونه کړې ده.

د ۲۰۱۶م  کال په پسرلي کې روښانه شوه چې د بايرن ايالت درو څارونوالانو د دغې موضوع پر وړاندې شديد دريځونه غوره کړل، خو د اکثره دوسيو کارونه تر اوسه د معلوماتو د کمښت له کبله ځنډول شوي دي.

دا هم د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: