1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرخیړي زهرجن مواد له منځه وړي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعه

پوڅکۍ د يوه شي له پاره بېل نومونه دي. په علمي لحاظ پوڅکۍ یا مرخیړي په زړه پورې وړتياوې لري. مرخیړي کولای شي چې زهرجن مواد له منځه يوسي او په زهرجنو موادو ککړې ځمکې او اوبه پاکې کړي.

https://p.dw.com/p/14m9h
انځور: Fotolia/Ideen

بل هيڅ داسې شی نه شته چې د مرخیړیو یا پوڅکیو په څېر د لرګي د رژېدلو او د له منځه تللو سبب وگرځي. کله چې مرخیړي يا پوڅکۍ د اوبو په مرسته د لرګيو رژېدلو ته مخه وکړي، نو د دغه بهير په چټکېدو کې انزايمونه هم ورسره ملتيا کوي.

دغه ډول مرخیړي کولای شي چې ډیر ژر لرګي ورژوي.
دغه ډول مرخیړي کولای شي چې ډیر ژر لرګي ورژوي.انځور: cc-by-nc/Anita363/flickr

انزایمونه داسې کیمیاوي جوړښتونه دي چې د پروتینونو او نورو موادو په رژولو او هضمولو کې مرسته کوي. په مرخیړیو کې موجود انزایمونه لاکاس نوميږي چې د لرګيو د ليګنين نومي توکي د رژېدلو باعث کيږي. د ليګنين په نوم مواد له لويو او پېچلو مالکيولونو څخه جوړ دي چې بکترياوې ئې په آسانۍ سره نه شي له منځه وړلای. خو د پوڅکيو انزايمونه په دې کار بريالي کيږي. دغه انزايمونه د مضرو کيمياوي مودو په خنثی کولو کې هم ډېره مرسته کوي.

اکثراً زهرجن مواد د خاصو پوڅکيو له خوا تر هغه حده پورې تجزيه کيږي چې يوازې ورڅخه هايدروجن او اوبه پاته شي. پوڅکۍ نور مواد تر هغه حده پورې تجزيه کوي په اخر کې يوازې کم زهرجن توکي ورڅخه جوړ شي.

پوڅکۍ له بکترياو سره نزدې همکاري کوي او په لرګي يا ځمکه کې اوږدې رېښې غځوي. د رېښو په اوږدو کې بکترياوې هغو ځايونو ته لېږدول کيږي چېرته چې ورته اړتيا وي.

پوڅکۍ د دې له پاره ځمکې د پاکولو وړتيا لري چې رېښې ئې پکښې ډیرې ژورې ښخې دي. که د ځمکې په سر يوازې يو څو پوڅکۍ د لیدو وړ وي خو تر ځمکې لاندې ئې ډېرې اوږدې او ژورې رېښې غځیدلې وي.

نه يوازې ځمکه بلکې اوبه هم د پوڅکيو په مرسته پاکېدلای شي. په همدې موخه د سويس په شمال لويديځ کې څېړونکو د «بيو نانو» په نوم کاتاليست مواد رامنځته کړي دي چې د کیمیاوي تعاملاتو د چټکولو لامل کرځي.

له دې لارې په اوبو کې حل شوی د دارو درملو پاته شوني په ښه ډول د منځه وړل تللی او خنثی کیدلی شي. دغه مضر مواد په عادي ډول له اوبو څخه نه شي ايستل کېدای. که دغه شان مضر مواد په سيندونو ورګډ شي نو هغه به هلته په مياشتو او کلونو پاته شي او کبانو او نورو ژوندیو موجوداتو ته به ضرر ورسوي.

دویچه ویله/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش